كوئټه 23 اپريل (اے پي پي) د مواصلات وفاقي ??زير مولانا اسعد محمود وئيلي دي د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل د بلوچستان ??ياسي ګوندونو په وزيراعظم محمد شهباز ش??يف د باور څرګندونه كړي او وزيراعظم هم د بلوچستان لپاره د وسائلو ساتلو باور راكړے٬ په دې د وزيراعظم مننه كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خضدار كچلاك قامي سترې لارې سيكشن ون او ټو د بنياد تيګې اېښودلو دستورې ته وينا كښې وكړه۔ وزيراعظم محمد شهباز ش??يف په دې دستوره كښې خاص ميلمه ؤ۔ مولانا اسعد محمود ووئيل د بلوچستان ?? دې مهم نوعيت منصوبې د ببنياد تيګه اېښودل د وزيراعظم شهباز ش??يف په برخه شوې او دا زمونږ لپاره د وياړ خبره ده چې نن ټول سياسي ګوندونه د آئين او پارليمان ??رلوړۍ لپاره متفق او يو موټے دي او په وزيراعظم محمد شهباز ش??يف د باور څرګندونه كوي۔ده ووئيل د بلوچستان ?? تعمير او پرمختګ لپاره وزيراعظم محمد شهباز ش??يف چې كوم كار په سر اخستے هيله لرو چې په دې دور كښې به دا مهمې پروژې ترسره شي او مونږ به د نورو هم دا ډول منصوبو د بنياد تيګه ايږدو او پرانستې به كوو چې ورسره به د بلوچستان اولس ته ګټه ورسي۔ده ووئيل د هېواد تعمير او پرمختګ لپاره زمونږ مشرانو قربانۍ وركړي، مونږ به هغه مزل مخ په وړاندې بوځو۔په دې موقع وزيراعظم شهباز ش??يف د خضدار كچلاك قامي ستري لارې سيكشن ون او ټو د بنياد تيګه كېښودله ۔ د بلوچستان وزيراعليٰ عبدالقدوس بزنجو، وفاقي ??زير مولانا اسعد محمود، صوبائي وزيران ?? پارلماني غړي او د اين ايچ اے او نور اړوندو محكمو اعليٰ افسران هم موجود وؤ ۔ د كراچي۔ كوئټه۔چمن سترې لارې اوږدوالے 790 كلوميټره دے ، دا 330 كلوميټره قامي ستره لاره به د كراچۍ۔كوئټه۔چمن سترې لارې برخې په توګه خضدار۔كچلاك تعمير سره سره دوه اړخيزه كولې شي