اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري وئيلي دي د پاكستان د نوي حكومت وړومبۍ ترجيح د هېواد د سنګينو اقتصادي چيلنجونو مقا??له كول دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د امريكې دورې په مهال په نيويارك كښې د ملګرو هېوادونو سفيرانو او د خارجه وزير په درناوي ??ښې د ماسخوتن د مېلمستياﺀ دستورې ته خپلې وېنا كښې كړې۔ ده ووئيل پاكستان د خپلو ټولو پرمختيائي شراكتدارو او د وروڼو اسلامي ??ېوادونو سره د مرستې قوي ??ولو د لارې د دې چېلنجونو د مقابلې اميد لري۔ د درناوي ??ه دستوره كښې د سعودي عرب، مراکش، آذربائيجان، ايران، عمان، اټلي، مالټا، ايکواډور، مصر، انډونيزيا، متحده عرب ??ما??ات او د کوېت سفيرانو ګډون كولو ۔په دې موقع خارجه وزير خپلې وېنا كښې د نړيوالو او سيمه ايزو مسئلو پحقله د پاكستان د خارجه پاليسۍ د ترجيحات خاكه هم وړاندې كړې چې پكښې د افغانستان، جمو و کشمير صورتحال، په سلامتي کونسل كښې د اصلاحات نه علاوه ګراني او د خوراك تحفظ٬ د كرونا وباء ٬ معاشي وضعه او م??سم??اتي بدلون شامل دي