كراچي 20 مئي (اے پي پي)وز??را??ظم شهباز شريف وئېلي دي پخواني حكومت په درې نيمو كلونو كښې د پرمختګ يوه هم منصوبه نه ده پیل كړی او نه يې اولس ته رېليف وركړے٬ لهذا اوس سياسي او اقتصادي لحاظ څخه هېواد د سختو حال??تو نه تېرېږي٬هېواد خالي او برباد كوونكې اوس د وفادارۍ او د غدارۍ سرټيفيكېټ تقسيموي٬كله چې تېر حكومت ته پته و??ګېده چې حكومت روان دے نو هغوي د پیټروليم مصنوع??تو بيعو كښې اضافه و??ه كړه٬د غريب كس د مشكل??تو احساس لرو ځكه د لګژري څيزونو په درآمد بندېز لګولے شوے چې دغسې د كال 4 اربه ډالره بچ كړے شي٬په سولر به ټېكس كم شي٬دوست هېواد پور رول اوور كوي٬چين د نمر او سيلۍ څخه د پرېښنا لپاره سرمايه كارۍ كولو ته چمتو دے۔د جمعې په ورځ په كراچۍ كښې د صنعت او تجارت په ايوان كښې د وېنا كولو په مهال وز??را??ظم ووئيل چې ما كله د وز??را??ظم سوګند پورته كړو نو ډالر په 189 ؤ ٬هم دغه ورځ 8 روپۍ ارزان شو او په سټاك ماركيټ كښې هم تندوالے راغلو٬زه دلته كوم پوائنټ سكورنګ له نه يم راغلے خو چې كله تېر حكومت ته پته و??ګېده چې د عدم اعتماد تحريك به كامياب شي نو هغوي ته كوم چالاك مشوره وركړه چې د پېټروليم مصنوعات په بيعه كښې اضافه و??ه كړې او دغسې د راتلونكي حكومت لپاره يې جال خپور كړو۔ده و??ئيل په درې نيمو كلونو كښې پخواني حكومت اولس ته د پیټرول٬د خوراك تېلو٬چينو او غوړو پشان ضروري څيزونو په مد كښې د يوې ټكې رېليف ورنه كړو او نه يې د پاكستان معاشي اقتصادي او سماجي پرمختګ لپاره كومه پروژه جوړه كړه او 22 زره اربه روپۍ پور ئې واخستو ٬ هغه مهال په هېواد كښې كوم اړے ګړے نه ؤ ٬ ده و??ئېل د نيازبين حكومت او نيازبين ته هغه ملاتړ ترلاسه شو كوم چې د پاكستان په 75 كلونو تاريخ كښې نه چاته ترلاسه شوے او نه به شي۔ده و??ئېل كه زمونږ كوم هم حكومت ته 30 فيصده هم هغسې مرسته ترلاسه شوه نو پاكستان به د توغندي غوندې ترقي وكړي٬په دې كښې كومه بله رائے نشته او نه دا خيالي خبره ده۔ده و??ئيل مونږ په سي پیك كار تند كړے ؤ ٬مونږ د لوډشېډنګ مسئله حل كړې وه٬د پنجاب پورټ قاسم پشمول په بېلو ځايونو مونږ د برېښنا پروژه پیل كړې٬ونډمل او پن برېښنا د هېواد ضرورت دے۔ده و??ئيل چې څومره په تندۍ د ارزانې برېښنا پروژې مونږ لګولي په تاريخ كښې د هغې مثالونه نه موندلے كېږي٬زمونږ د اقدام??تو په سبب د هېواد څخه لوډشېډنګ ختم شوے ٬ خو د تېر حكومت د كرپشن او نااهلۍ په سبب لوډشېډنګ يو ځل بيا پیل شو۔ ده و??ئېل تېر حكومت چې كومه په اربونو ډالرو قرض اخستے هغه چرته دے۔ده و??ئيل تېر حكومت په دريو نيمو كلونو كښې د پرمختګ يوه پروژه هم نه ده پېل كړی ٬هېواد خالي او برباد كوونكې اوس د وفادارۍ او د غدارۍ سرټيفيكېټ تقسيموي۔ده و??ئيل مونږ له به شپه او ورځ محنت كول وي۔وز??را??ظم د سندھ په حكومت زور راوړو چې هغوي د اتحادي ګوندونو او كاروباري ورورولۍ سره په ګډه منصوبې جوړې كړي او د سعودي عرب د يو ارب ډالرو سرمايه كارۍ ډالۍ څخه ګټه پورته كولو له ډي سیلینیشن پلانټ ولګوي٬په ټولو صوبو كښې دې آئي ټي ټاور جوړ كړے شي او ځوانانو له دې تربيه وركړی شي ٬ دغسې آئي ټي زمونږ د ټولو لويې صنعت جوړېدے شي۔وز??را??ظم په سولر د 17 فيصده ټېكس ختمولو اعلان هم وكړو۔ده و??ئيل تر څو چې لوي څښتن ژوند راكړے د خادم په توګه به د قام خذمت كوم۔