اسلام آباد۔23مئی(اے پی پی) صدر مملکت ډاکټرعارف علوی سټېټ لا??ف انشورنس کارپورېشن ته 10 كالو څخه انتظار كوؤنكو ته د انشورنس رقم ادا كولو امر كولو سره وئيلي دي كونډو ته د ګروپ انشورنس ادائيګۍ څخه انكار بې انصافي او بدانتظامي ده۔ د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت سټیټ لا??ف انشورنس کارپوریشن ته هدایت وكړو چې هغه دې د فائر برېګېډ ډیپارټمنټ ملتان فائر مېنانو كونډو ته ګروپ انشورنس وركړي۔ د تفصیلات له مخې د مختار مائی، نوراں مائی، نسیم مائی او عذرا بی بی خاوندان د سروس په مهال مړه شوي وو۔ صدر مملكت په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې بې وزله كونډو له د لس كلونو تېرېدو باوجود د انشورنس رقم ورنكړې شوې او دا لويه بې انصافي او بد انتظامي ده۔ صدر ډاکټر عا??ف علوی د وفاقی محتسب پرېكړې په ضد د سټیټ لا??ف اپیل هم مسترد كړو او كونډو ته د ګروپ انشورنس رقم ادا كولو حكم يۍ په ځائې وساتلو۔ هغه د اړوندو اهلكارو په ضد د تاديبي كارروائۍ او په 30 ورځو كښې د رپورټ جمع كولو حكم وكړو۔ صدر مملکت د وفاقي محتسب د پرېكړې په ضد د سټېټ لا??ف اپيل مسترد كولو سره كونډو ته د ګروپ انشورنس رقم ادا كولو حكم په ځائې وساتلو۔ ده ووئيل په حق رسېدلي فائرمېنان د مېټروپولیټن کارپورېشن ملتان مستقل ملازمان وو۔ دوئي د خپل سروس په مهال د بنیادی تنخواہ سکېلز له مخې هره مياشت پریمیم ادا كړو۔ شكايت كوؤنكو انشورنس كمپنۍ ته ټ??ل مطلوبه دستاوېزات هم وړاندې كړل٬ د انشورنس كمپنۍ دريځ غلط دې او جواز نه لري ځكه دا د قبلولو وړ نه دې۔ صدر ډاکټر عا??ف علوی حكم وركړو چې سټیټ لا??ف انشورنس دې كونډو ته د دوئي د خاوندانو د انشورنس رقم ادا كړي