اسلام آباد۔27مئی (اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير مفتي عبد الشكور وئيلي دي د روان كال په م??ال به د سركاري سكيم لاندې ح?? پېكج 6 نيم لكه روپو څخه د كمولو هڅه كولې شي۔ وفاقي وزير مفتي عبد الشكور قومي اسمبلۍ ته باور وركړو چې د حكومتي ګامونو په نتيجه كښې به د روان كال په م??ال هڅه كولې شي چې د سرکاری سکیم لاندې ح?? پېکج 6 لكه روپو څخه هم كم كړې شي۔ ده ووئيل د حج حوالې سره د تېر حكومت د بدعنوانو تفصيلات به ر??مخې كړم۔ د جمعې په ورځ د حج په اړه خپل پالېسي بيان كښې مفتي عبد الشكور ووئيل تېرو واكمنو هېواد د تباهۍ خلې ته ر??ولې دې٬ هر يو څيز ګران شوې دې ٬د دې ګرانۍ اثرات په حج هم پرېوتلې دي۔ ده ووئيل نبي علېه السلام زمونږ د زړه دھړكن دے ٬ د پاكې روضې دروازې هم د نړيوالې وبا د لاسه بندې پاتې شوې۔ ده ووئيل د ??رز??ن حج لپاره به هڅې كوؤ۔ ده ووئيل د حج پېكج ??رز??نولو ماته فضل الرحمن هم وئيلي دي۔ ده ووئيل حج عام عبادت نه دې د عشق معامله ده۔ ده ووئيل ما په ابوظهبي كښې په بېن المذاهب هم آهنګي كنفرنس كښې ګډون وكړو ٬ زما خطاب عرب نړۍ وستائلو۔ ده ووئيل د ابوظهبی حکومت مونږ ته باور راكړې دې چې پاكستان كښې به د زده كړو 14 منصوبې پېل كولې شي۔ دې نه وروستو په سعودي عربستان كښې ما د حج انتظاماتو په خپله جاج واخست۔ ده ووئيل په م??ه م??رمه كښې چې كومې ودانۍ تېر كال په 3 زره رياله اخستې شوې وې هغه ما په 2100 رياله واخستې۔ دغسې په مدينه م??وره كښې يوې اونۍ له چې كومه وداني په 2100 ریاله اخستلې شوه هغه ما په 700 رياله اخستې ده۔ ده ووئيل په كال 2019 كښې د وروستي حج مصاريف 1800 ریال وو اوس مونږ ته ووئيلې شؤ چې سعودي عرب د لازمي حج مصاريفو په مد كښې 5 زره رياله غواړي۔ ده ووئيل زه غواړم چې د حج مصاريف د 7 لكه څخه كم كړې شي۔ ده ووئيل زه باور دركوم چې د سركاري سكيم لاندې د حج پېكج د 6 نيم لكه روپو څخه كمولو له به هڅې كوم او د تېر حكومت د بدعنوانو تفصيلات به ر??مخې ته كوم