جھنګ 12 جولائي (اے پي پي) د مسلم ليګ (ن) نائب صدرې مريم نواز وئيلي دي چې مسلم ليګ (ن) د اولسي خدمت سياست كوي٬ سخت وخت تېر شوې اوس به هر ورځ زېري راځي٬ وزيراعظم شهباز شريف ډېر زر د پټروليم مصنوعاتو په بيعه كښې د كمې اعلان كوٶنكې دې٬ اولس په مسلم ليګ (ن) باور كوي?? مسلم ليګ (ن) به په هېواد كښې خوشحالي راولي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې په اټھ??ره هزاري كښې جلسه عام ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ دې ووئيل جھنګ سره د مسلم ليګ (ن) د قيادت د پېړو پخوانۍ رشته ده٬ د جهنګ اولس نواز شريف سره ډېره مينه لري٬ ۔ دې ووئيل د پخواني حكومت آئي اېم اېف سره د شوې لوظنامو له امله په ګرانۍ كښې اضافه شوې، د هېواد ديواليه كېدو نه بچ كولو لپ??ره وزيراعظم محمد شهباز شريف سختې كړې كړې٬ هېواد د ديواليه كېدو نه بچ شوې ٬مريم نواز ووئيل د پټروليم مصنوعاتو بيعه په مجبورۍ زياته كړې شوې٬ اوس په نړيوال ماركيټ كښې د دې په بيعه كښې كمې راغلے دے٬ نو نن وزيراعظم شهباز شريف سمري راغوښتې ده٬ په راتلونكې دوه ورځو كښې به د وزيراعظم شهباز شريف د پټروليم مصنوعاتو په بيعه كښې د كمي اعلان وكړي٬ مونږ به هېواد د بحرانونو نه بهر كوٶ۔ دې ووئيل مسلم ليګ (ن) ٶ، دے او ان شاء الله وي به، مسلم ليګ (ن) نسل در نسل د اولس خدمت لپ??ره چمتو دے ۔ دې ووئيل عمران نيازي د وزيراعظم په توګه كله هم د جهنګ دوره نه ده كړې٬ اوس ھغه عمران په كومه خله دلته ووټ غواړي۔ دې ووئيل مسلم ليګ (ن) د چائنه پاکستان اکنامك کوريډور او عمران خان د ګوګي، پنکي اکنامك کوريډور جوړ كړې٬ د عمران خان په پنجاب دښمنۍ اولس پوهه شوې دې، د جولائي په 17مه نيټه به اولس فتنه خان ته د عبرت وړ ماتې وركولو سره د صوبې نه بهر غورځوي۔ دې ووئيل عمران خان په كهلاٶ غوږونو و??ره پاكستان د سري لنكا جورولو ستا خوب به كله هم رښتيا نه شي۔ دې اولس ته اپيل وكړو چې په 17 جولائي د مسلم ليګ (ن) كانديد ته ووټ وركولو سره ھغه كامياب كړۍ، لوظ كو?? چې په راتلونكي يو كال كښې به په جهنګ كښې مثالي پرمختيائي كارونه وكړو۔ د دې نه وړاندې د اټھ??ره هزاري جلسه ګاه ته په راسېدو د مريم نواز تود هركلے وشو۔ په دې موقع دې ووئيل په تاريخي هركلي كولو سره د اټھ??ره هزاري د اولس مننه كوم۔