اسلام آباد 12ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پرويز اشرف وئيلي دي جمهوريت ښه ??ظا?? حکومت دے او دا د ميرمنو د شموليت نه غي?? نېمګړے دے۔د ګل په ورځ پارليمنټ كښې د ميرمنو پارلماني غړو ګروپ ويمن کاکس د سيورې لاندې ميرمنو ته د پېښو چيلنجونو په اړه سيمينار ته وينا كښې ده ووئيل نن مونږ د ميرمنو نړيواله ورځ په جمهوريت كښې لمانځو او دا ??ظا?? په نړيواله توګه ښه ??ظا?? حکومت ګڼلے كېږي او د ميرمنو د شموليت نه غي?? نامکمل دے۔ده ووئيل د اولس عزت جمهوري ??ظا?? كښې دے ۔حکومت چلولو له چې څومره هم ??ظا??ونه شته په هغې كښې جمهوريت ښه ??ظا?? دے۔ ده ووئېل د جمهوريت باياد په پاکستان كښې ذوالفقار عل?? بھټو اېښودے او دې نه پس پاکستاني اولس كښې جمهوري شعور بيدار شوے ۔ د قامي اسمبلۍ سپيکر ووئيل نن په پاکستان كښې هر يو كس د ګرانۍ له امله ځپلے شوے۔په ټوله نړۍ كښې ګراني ده خو مونږ خپلې هغه طبقې له د كوم چې تنخاګاني كمي دي د هغوې دفاع نه شو كولې۔اوسني سيلاب له امله چرته چې لويه تباهي شوې هلته كروندګر هم ځپلې شوي ۔ ده ووئېل کلائميټ چينج په مسئلو كښې د پاكستان برخه ډيره كمه ده۔نړيوال ماحوليات خرابولو كښې زمونږ نه بلكه د لويو پرمختلليو هېوادونو برخه ده۔نن چې مونږ د كوم آفت سره مخ يو په هغې كښې باي?? نړيواله ورورولي زمونږ مرسته وكړي،ده ووئېل مونږ په ډير لږ وخت كښې د لويو تكليفونو سره مخ شوې يو او هېواد به د يووالي د لارې دې مسئلو څخه ويستلے شي