اسلام آباد۔8اکتوبر(اے پی پی)صدر مم??كت ډاکټر عارف علوي په پېښور کښې د افغان کډوالو د کمېشنرۍ د دوه اهلكارو د نوكرۍ څخه د اخوا كولو او د 5 لكه روپو جرمانې سزا په ځائې د ساتلو امر كړے دے۔ صدر مم??كت د ادارې چيف فنانس آفيسر او پراجېكټ ډائرېكټر ته دا سزا د جنسي ځورونې د تور په ثابتېدو وركړې۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري كړې شوي بيان له مخې وفاقي وزير ډاكټر عارف علوي د وفاقي محتسب د پرېكړې په ضد د دو??ړو چارواكو اپيلونه مسترد كړل۔ په خپل امر كښې ډاكټر عارف علوي ووئيل ??ې داسې كسان نه يوازې د هېواد تاثر ته ??يا?? رسوي بلكې داسې پېښه كار كولو كښې د مېرمنو تذبذب او يرې سره د مخ كېدو سبب هم ګرځي۔ ده ووئيل دا د رياست فرض دي چې هغه د مېرمنو په ضد د دې ډول ناوړه پېښو مخنيوي وكړي۔ د اعلامیې له مخې صدر مم??كت د تورونو لخوا د تورونو په پخواني دښمنۍ د اډانه كېدو موقف هم مسترد كړو۔ ده ووئيل كومه هم مېرمن د سړي يا ملګري په ضد د جنسي ځورونې د دروغو شكايت لګولې نه شي۔ دا ډول شكايت د مېرمنې عزت ته ??يا?? رسوي۔ صدر مم??كت ووئيل د دو??ړو اهلكارو په ضد د تورونو په تائيد كښې ريكارډ موجود دے۔ دا خبره دې ښكاره وي چې دوه مېرمنو اهلكارو د ادارې په چيف فنانس آفيسر (سي اېف يو) او پراجېكټ ډائرېكټر (پی ډی) د جنسي ځورونې تور لګولے وو۔ محتسب د دو??ړو اهلكارو د ملازمت نه د برطرف كولو او د 5 ٬ 5 لكه روپو جرمانې سزا وركړې وه۔ دو??ړو تورنو د پرېكړې په ضد صدر مم??كت ته اپيل وكړو۔ صدر د دو??ړو په ضد په ريكارډ موجود ثبوتونه كتلو نه وروستو اپيل مسترد كړو۔