پېنډۍ 23 اکتوبر(اے پی پی) د شمالي وزيرستان په حسن خېلو سېکټر کښې د افغانستان دننه څخه ترهګرو د نړيوالې پولې په اوږدو کښې د پوځ په يوې پوستې ډزې وكړې د كوم چې پاك پوځ بشپړ ځواب وركړو۔ بياهم د ځوابي كاررواۍ په نتيجه كښې يو پوځي ځوان شهيد شو۔ د آئي اېس پي آ??له خوا د اتوار په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کښې ووئیل شؤ، چې پاک پوځ بشپړه ځوابي كارروائي وكړه۔ د شهيد شوي عسكر پېژندګلو د اسسټنټ لانس دفعدار وقار علی نامې سره شوې دې كوم چې وړوكي لاھور صوابۍ سره تعلق ??رل??۔ آئي ايس پي آر وئيلي دي چي پاکستان په پ??له پسي توګه د افغانستان نه د پو??ي انتظام ښه کولو غوښتنه کړي ده۔ پاکستان د افغانستان خاوره د ترهګرو لخوا د پاکستان په ضد عملیاتو لپاره کارول په کلکه غندي. د وسله والو ځواکونو د عامو اړیکو څانګې آئي اېس پي آر زیاته کړې، چې د پاکستان پوځ د ترهګرۍ لعنت ختمولو عزم لري او د دې د زړورو عسكرو دا ډول قربانۍ دا عزم لا مضبوطوي۔