اسلام آباد۔12نومبر(اے پی پی) پاكستان او هنګري د دفاع په څانګه كښې دوه اړخيزه مرستې ته وده وركولو له لوظنامه لاس ليك كړې۔ د دفاع وزارت لخوا د جاري شوې اعلا??يې له مخې د دفاع سېكتر لېفټننټ جنرل (ر) حمود الزمان خان او اېډیشنل سېکرټری دفاع رئیراېډمرل فېصل امین د دفاعي پالېسۍ سټېټ سېكتر ډاکټر ګسپارماروتھ په بلنه د پربډاپسټ دوه ورځنۍ دور?? وكړه۔ په دې موقعه په سيمه ايزو ٬ نړيوالو ٬ د شريكې خوښې او دفاعي مرستې سره په اړوندو چارو د خيالا??و څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې پاكستان كښې د راغلي اوسني سېلاب ذكر هم وكړے شو۔ د دفاع سېكتر د دوه اړخيزه غونډو په كولو د هنګری سټېټ سېكتر منن?? وكړه۔ د هنګري د دفاع وزارت كښې په شوې دستوره كښې د پاكستان او هنګري د دفاع وزارتونو ترمينځه دفاعي مرستې سره اړونده لوظنامه لاس ليك كړی شوه۔ د دفاع سېكتر او د هنګري ستېټ سېكتر دا لوظنامه لاس ليك كړه۔ د دې لوظنامې لاندې به د دواړو هېوادونو وسله والو ځواكونو ترمينځه دفاعي مرستې لپاره يوه مضبوط قانوني تګلاره موجود وي۔ ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د دې ډول دورو په روانو ساتلو موافقه راغله دغسې چې د دفاع په څانګه كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه مرستې ته وده وركړې شي