اسلام آباد۔6دسمبر(اے پی ??ی) پاکستان هندي حكومت څخه د تاريخي بابري جومات په خپل اصل ځائې د بيا تعمير كولو او د دې د ورانولو ذمه وارو ته د سزا وركولو غوښتنه كړې ده۔ د خارجه دفتر وياند د هندو انتها خوښو د لاسه د بابري جومات د شهادت د 30 كالو تر??ره كېدو په موقعه د نهې په ورځ په يو بيان كښې د بابري جومات په ځائې د يو مندر د جوړېدو غندنه وكړه۔ په هند كښې د اسلامو فوبيا او كركې خپرونكو جرمونو نوټس اخستو په حاجت زور راوړلو ??ره پاكستان نړيوالې ورورولۍ ٬ ملګرو ملتونو او اړوندو نړيوالو ادارو ته اپيل كړے چې هغه دې انتها خوښي هندوتوا حكومت څخه د اسلامي ورثې ځايونو په تحفظ كښې خپل كردار تر??ره كړي۔ پ?? بيان كښې وئيلې شوي دي چې نن د هند پ?? ايودھيا ښار كښې د هندو انتها خوښو د لاسه د تاريخي بابري جومات د شهيد كېدو 30 م تلين دے۔ ده ووئيل مونږ د بابري جومات د ويجاړونكو مجرمانو د بري كېدو غندنه كوؤ۔ وياند پ?? خپل بيان كښې ووئيل چې په هند كښې هندو بالادست ??له وارانسی د دې جومات په شمول د نورو جوماتو په مندرونو كښې د بدلولو غوښتنه كوي٬ دې غوښتنو ??ره د بابري جومات په څير نورې پېښې هم رامخې ته كېدې شي۔ ده ووئيل لكه څنګه چې د اسلامي مرستې تنظيم (او آئی سی) د خپلو بېلو اعلانونو دلارې غوښتنه كړې ده مونږ هم هندي حكومت څخه دغه غوښتنه كوؤ چې بابري جومات دې په خپل اصل ځائې جوړ او د دې د ورانولو ذمه وارو ته سزا وركړې شي۔ وياند پ?? خپل بيان كښې ووئيل نړيوالې ورورولۍ له به په هند كښې د زياتېدونكې اسلامو فوبيا او كركه خپرونكو تقريرنو او جرمونو نوټس اخستل وي۔ وياند ووئيل نړيوالې ورورولۍ ٬ ملګرو ملتونو او او اړوندو نړيوالو ادارو څخه غوښتنه كوؤ چې هغه دې په انتها خواښي هندوتوا حكومت څخه د اسلامي ورثې ځايونو په تحفظ كښې خپل كردار تر??ره كړي۔ده ووئيل هندي حكومت بايد د اقليتونو او په خاص توګه د مسلمانانو او د هغوي د عبادت خانو امنيت باوري كړي۔