اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي) مېنځني ختيز او د مذهبونو همغږۍ لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال حافظ طاهر محمود اشرفي وئيلي دي چې د او آئي سي عمومي سېكتر د خپلې دورې په مهال د کشمير او فلسطين پ?? مسئلو د پاكستان د موقف بشپړه ملاتړ كړے ٬ هېواد كښې روانه و ضعه نظر كښې نيولو سره به ټولو سياسي قوتونو له په ګډه ميثاق پاكستان كول وي٬ د هېواد د سلامتيا ادارو په ضد د غندنې وړ كمپائن چلوٶنكو په ضد بايد كاروائي وكړې شي۔ د نهې په ورځ پرېس كنفرنس ته خپله وېنا كښې ده ووئيل د او آئي سي عمومي سېكتر د پاكستان په درې ورځنۍ دوره وو٬ په دې مهال ھغه كشمير ت?? هم تللے٬ د ھغه دوره د قوي سفارتكارۍ د اړيكو عكاسي وه، د ھغه د خپلې دورې په مهال وزيراعظم شهباز شريف ،د آزاد كشمير صدر او وزير اعظم سره ملاقاتونه كړي۔ په دې موقع د او آئي سي عمومي سېكتر د كشمير عام وګړو سر?? هم ملاقات كړې۔ ده ووئيل د هېواد د صورتحال له مخې به ټولو سياسي قوتونو له په ګډه ميثاق پاكستان كول وي