اسلام آباد۔27??سم??ر(اے پی پی) وزيراع??م شهباز شريف وئيلي دي چې 27 ??سم??ر 2007ء د اولس د محبوبې مشرې د شهادت نه هېرېدونکې ورځ ده، هېواد، اولس او جمهو??يت لپاره د تاريخي خذماتو په وړاندې كولو محترمې بېنظير ??ھټ?? ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوؤ۔ محترمه بېنظير ??ھټ?? د جمهوري او سياسي ستړو روښانه علامت ده۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم د دفتر د ميډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراع??م شهباز شريف د شهيدې محترمې بېنظير بهټو د تلين په موقعه هغې ته د عقيدت مراتب وړاندې كړل۔ وزيراعظم ووئيل بېنظير بهټو د جمهوري او سياسي مبارزې يو روښانه علامت دے چا چې د خلکو د حقونو په مبارزه کښې خپل ځان شهيد كړو۔ ده ووئيل چې 27 ??سم??ر 2007ء د اولس د محبوبې مشرې د شهادت نه هېرېدونکې ورځ ده۔ وزيراعظم ووئيل د اسلامي نړۍ اولنۍ مېرمنې وزيراعظمې بېنظير ??ھټ?? ژوند د پرله پسې مبارزې يو په زړه پورې داستان دے ٬ هېواد، ولس او جمهو??يت لپاره د تاريخي خذماتو په ترسره كولو محترمې بېنظير ??ھټ?? ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوؤ۔ د آئین سرلوړۍ او د آم??يت په ضد د هغې بېباكه عزم او مضبوط سياسي تحريك د تاريخ د وياړ وړ او زرين باب دے۔ ده ووئيل لارښود نواز شريف او محترمې بېنظير ??ھټ?? هېواد او اولس ته د ميثاق جمهو??يت يوه تاريخي ډالۍ وركړه٬ د هېواد په سياست كښې يۍ د يو نوي دور پېل وكړو٬ میثاق جمهوریت زمونږ د لارښودو د سياسي بصيرت يوه تاريخي كارنامه ده چې ورسره په پاكستان كښې د يو نوي سياسي كلتور او روايت پېل شوے۔ ده ووئيل محترمې بېنظير ??ھټ?? د ترهګرۍ په ضد ښكاره دريځ خپل كړو۔ ده ووئيل د محترمې بېنظير ??ھټ?? شهادت د ترهګرۍ په ضد د پاكستان د مضبوط عزم ثبوت دے۔ وزيراعظم ووئيل بېنظير ??ھټ?? د هېواد د دفاع مضبوطيا ٬ د آئيني ادارو تقويت او سماجي خېر ښېګړې لپاره پرله پسې خذمات ترسره كړل۔ ده پخواني اولس مشر آصف علي زرداري ٬ بلاول ??ھټ?? زرداري او د شهيدې بېنظير ??ھټ?? ټولو پسماندګانو سره خواخوږي ښكاره كولو سره دعا وكړه چې پاك پروردګار ارواښادې ته لوړې درجې او غمجنې كورنۍ ته د صبر او زغم توفيق وركړي۔