ملګري ملتونه۔ 8 فروری(اے پی پی) پاكستان د بشري ورورولۍ نړيوالې ورځې پ?? مهال په راجوړه كړې شوې ورچوئل دستوره كښې د نړۍ په ځينو هېوادونو كښې د اسلاموفوبيا زياتېدونكې پېښې او د مسلمانانو په ضد كركه په ډاګه كړه۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفير منېر اكرم د مصر ٬ متحده عرب امارات او د ملګرو ملتونو الائنس آف سویلائیزیشن (یو اېن اے او سی) تر اهتمام لاندې دستورې ته خطاب كښې ووئيل په كثير المذاهب آبادو كښې څوك هم د كوم مذهب يا عقيدې پ?? بنياد تشدد څخه محفوظ نه دے او په خاص توګه د اسلامو فوبيا يو وارې بيا سر پورته كول د نسل پرستۍ يو نوې رامخې ته كېدونكې شكل دے٬ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په 21 دسمبر 2020 كلتوري ا?? مذهبي روادارۍ ته زياتو نه زياته وده وركولو له د فروروۍ 4 مه نېټه د بشري ورورولۍ نړيوالې ورځې پ?? توګه د لمانځلو منظوري وركړې وه۔ پاکستانی سفير ووئيل په دې دور كښې د خپرې شوې نړۍ متحد كولو له د بشري ورورولۍ نړيواله ورځ لمانځل زيات اهم شوي دي۔ په نړيواله كچه د مخ??وص كميونټير ترمينځه د زياتېدونكي ټ??ر او وېش سره سره د مذهب يا عقيدې پ?? بنياد عدم ??رداشت ٬ امتيازي سلوك ٬ نسل پرستۍ ٬ منفي تصوراتو او تشدد كښې زياتوالې كېږي۔ پاكستاني سفير په اسلامو فوبيا كښې د زياتوالي ذكر كولو سره ووئيل چې د مسلمانانو بې دخلي ٬ نسل كشۍ ٬ د حجاب سياست ٬ سنسرشپ، د شهریت او مهاجرت امتیازی قوانین، اسلامی شعائرو او مقدس ځايونو ته زيان رسول ٬ د مقدسو ځايونو سېزلو لپاره په ښكاره توګه غوښتنه ٬ او په سويډن ٬ نيدرلېنډز او ډنمارك كښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ اوسنۍ د افسوس وړ پېښې د دې ښكاره ثبوت دے۔ په اړه ده ووئيل چې پ?? ملګرو ملتونو كښې به د مارچ په 15 مه نېټه د اسلامو فوبيا په ضد نړيواله ورځ لمانځلې شي۔ ده ووئيل په نني دور كښې د اسلامو فوبيا ختمول٬ د يو بل د مذهب احترام ٬ د مذهبي شعائرو او شخصياتو بې حرمتۍ څخه ډډه كول ٬ د مذهبي ا??تياز خاتمه او د زياتېدونكي تشدد مخنيوې زمونږ په ګټه كښې دې۔ د ملګرو ملتونو الائنس آف سویلائیزیشن اعلیٰ استازي مېګوئل اینجل موراټینوس ووئيل چې پ?? نړۍ كښې دا مهال اسلاموفوبيا مخ په زياتېدو ده او د هغه اداره به په 15 مارچ د اسلاموفوبيا مخنيوي ا??لنۍ نړيوالې ورځې پ?? موقعه په ملګرو ملتونو كښې د او آئي سي ګروپ مشر پاكستان سره په ګډه كار كوي۔ ده ووئيل پاكستان په دې لړ كښې د يو اېن اے او سي په ملاتړ باور لرلے شي