تاشقند 24 فروری(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېنېټراسحاق ډار د جمعې په ورځ په تا??قند كښې د ازبكستان د سرمايه كارۍ٬صنعت او تجارت وزير لذيذ قدرت سره ملاقات كړے۔دا ملاقات د دواړو هېوادونو د تجارت٬معيشت٬سرمايه كارۍ او سائنسي تكنيكي مرستې شريكې بين الحكومتي كمېشن 8مې غوندې په موقع شوے ۔په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اقتصادي او تجارتي څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو طريقو جاج واخستلے شو۔د خزانې وزير ووئيل د پاكستان او ا??بكستان ترمينځه نز??ې د ورورولۍ اړيكې قائمې دي او د پاكستان او ا??بكستان پشمول مينځني آسيائي رياستونو سره اړيكو ته ډېر اهميت وركوو۔ده د دواړو هېوادونو ترمينځه رابطو ته د ودې وركولو په ضرورت زور هم راوړو