اسلام آباد۔27فروری(اے پی پی) د سمندر پورې پاكستانيانو وفاقي وزير ساجد حسېن طوري په اطاليه كښې د بېړۍ ډوبېدو په نتيجه كښې د 40 پاكستانو وګړو په حق رسېدو د غم دړد څرګندونه كړې ۔ د ګل په ورځ د غمرازۍ خپل پېغام كښې وفاقي وزير ووئيل په دا ډول دړدېدلو پېښو كښې په غېر قانوني توګه د هېواد پرېښودونكو قيمتي ځانونه ضائع كېږي ٬ بشري قاچاقبر ځوانانو ته شنه باغونه ښاېئي او دوي ګمراه كوي۔ ده ووئ??ل تر دې دمه د زرګو??و په شمېر پاكستانو ځوانانو د سمندر په چپو كښې له خپل ژوند څخه لا?? وينځلي ٬ داخله وزارت سره به په ګډه د بشري قاچاقبرا??و په ضد كارروايۍ لپاره تګلاره وضعه كړؤ۔ وفاقی وزیر ووئيل د بشري قاچاقبرو پاسپورټ بايد منسوخ ٬ شناختي كارډ بلاك او بېنك اكاؤنټس منجمد كړ?? شي٬ بهر هېوادونو څخه په دې جرم كښې د ككړو كسانو نيولو له دې انټرپول سره تماس ونيول?? شي۔ ده ووئيل د بشري وسائلو وزارت پاكستانو وګړو لپاره د قانوني روزګار موقعې لټوي۔ ده ووئيل د تېر كال تر اپرېل مياشتې 6 لكه څخه زيات پاكستانيان په قانوني توګه ملازمت لپاره بهر هېوادونو ته لېږلې شوي۔ ساجد حسېن طوری ووئيل ټولو پاكستانو وګړو ته خواست دے چې هغوي په غېر قانوني توګه د بهر سفر كولو څخه ډډه وكړي ٬ دغسې مور پلار دې هم د پېسو په حرص كښې خپل اولاد د مرګ خلې ته نه ور??يكه كوي۔