اسلام آباد۔10اپرېل(اے پی پی) د آئين 50 كلونو په بشپړه كېدو په ډي چوك د’’ یادګار دستور‘‘ د بنياد تيګه ??ېښودې شوه۔ په دې لړ كښ?? د ګل په ورځ يوه دستوره وشوه۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب په شمول د لويې شمېر پارليماني غړو په موجودګۍ كښ?? د یادګار دستور د بنياد تيګه ??ېښوده۔ په دې موقعه قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف ووئيل سي ډي اے به كه پاك پروردګار ته منظور وي د روان كال 14 ا??ست نه وړاندې په يادګار دستور خپل كار ترسره كړي۔ ده ووئيل د دې يادګار ډيزائن له به د ګرد هېواد په كچه مقابله كولې شي او د آئین شان سره د مناسبت لرونكي ډيزائن منظوري به وركولې شي۔ په ش??هراه دستور به يو باغ هم جوړولے شي۔ ده ووئيل هيله ده چې په يادګار دستور كښ?? به په آئين لاس ليك كوؤنكو شخصياتو ته په مناسب ډول احترامات وړاندې كړې شي۔ په دې موقعه د هېواد پرمختګ ٬ سوكالۍ ٬ د آئين سرلوړۍ او د جمهوريت استحكام لپاره خصوصي دعا هم وكړې شوه۔ سپيكر ??ه پارلېمنټ هاؤس كښ?? د 1973 آئین منظورۍ سره د اړوند تاريخي عكسونو د نندارتون پرانسته هم وكړه۔