اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) د پاکستان تحريك انصاف (پي ټي آئي) شرخوښو د راډيو پاكستان پېښور په ودانۍ بريد كړے چې پكښې نيوز روم او بېلو برخو كښې ورانے شوے ??و ګاډو ته ئې اور ورته كړے او سركاري سامان ئې لوټ كړے ۔ د راډيو پاكستان ډائريکټر جنرل طاهر حسن د شورو په ورځ خپل يو بيان كښې ووئيل د سلګونو په شمېر د پي ټي آئي شرخوښو په ودانۍ ناڅاپه بريد وكړو او د ور ماتولو سره ودانۍ ته ننوتل او نيوز روم سره سره ئې په بېلو برخو كښې تباهي وكره۔ ده ??وئيل د پي بي سي په ودانۍ كښې د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان (اے پي پي) دفتر هم دے ۔ ده ??وئيل په ودانۍ تېره ورځ هم بريد شوے ؤ او نن بيا وكړے شو ۔ ده ??وئيل شرپسندوں د چاغي يادګار او د راډيو آډيټوريم ته هم اور لګولے او ټول قېمتي سامان ئې سوځولے دے۔ ده ??وئيل شرپسندو په ودانۍ كښې ولاړ ګاډو ته هم اور ورته كړے۔ ده ??وئيل د شرپسندو په لاره نيونكې عمله مظاهرچيانو تشدد كړے چې پكښې مېرمنې هم شاملې وې