اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي)د قامي اس??بلۍ ډپټي سپيكر زاهد اكرم دراني وئېلي دي پاكستان ايران سره د ورورولۍ اړيكې مهمې ګڼي٬ايران د پاكستان مهم ګاونډي هېواد دے۔ده د اوسني سېلاب او كوه سيلمان په غرونو كښې د اور لګېدو پیښې په مهال د ايران حكومت په وخت مرسته كولو مننه وكړ٬د دې خيالاتو څرګندونه د قامي اس??بلۍ دوهم سپيكر د ايران مجلس شوریٰ او د خار??ه پالېسۍ لپاره د پارليماني كمېټۍ چيئرپرسن واحد جلال زاده په مشرۍ كښې د ايران پلاوي سره د ملاقات په مهال كړې۔د پلاوي په نورو غړو كښې رمضان علي سنګدوني او حسېن اسدي شامل وو۔د قامي اس??بلۍ ډپټي سپيكر د پاكستان د آئين ګولډن جوبلي په مناسبت سره نړيوال آئيني ك??ون??ن كښې د ايران پلاوي مننه وكړه۔ده د دواړو هېوادونو ترمينځه د پلاويو په كچه په تګ راتګ زور راوړو۔ده د دواړو پارليمانونو ترمينځه دوه ا??خي??ه رابطې پراخه كول مهمې وګرځولې۔دغسې د ايران د خار??ه پالېسۍ چيئرپرسن واحد جلال زاده په كامياب ك??ون??ن كولو ډپټي سپيكر له مباركي وركړه او هغه له يې ايران دور?? بلنه وركړه۔ده د پاكستان حكومت او اولس د اړخه په تود هركلي كولو او نړيوال آئيني ك??ون??ن كښې په بلنه د ډپټي سپيكر مننه وكړه۔