اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي چې حکومت په معاشي چيلنجونو قابو موندلو او د هېواد معيشت قوي كولو لپاره كوټلې اقدامات كوي٬ حكومت اولس ته سهارا وركولو او د هېواد د معيش?? پرمختګ لپاره د كاروبار دوست بج?? وړاندې ??ولو هڅې كوي۔ د خزانې وزير اسحاق ډار د اېسوسي اېشن آف بلډرز اينډ ډيولپرز آف پاکستان (آباد) پلاوي سره خبرې كولې كوم چې دوي سره د ګل په ورځ ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د نوي مالي كال وفاقي بجټ پحقله د تجويزونو او سفارشاتو هم جاج واخستې شو۔ په دې ??وقع د وزيراعظم خاص مرستيال طارق محمود پاشا، د آر آر اېم سي چيئرمېن اشفاق يوسف توله، د اېف بي آر چيئرمېن عاصم احمد او د اېف بي آر لوړ پوري هم موجود وو۔ په دې ??وقع پلاوي د خزانې وزير تعميراتي صنعت ته پېښو مسئلو په اړه خبر كړو او راتلونكي بجټ لپاره ئې خپل تجويزونه و??ان??ې كړل۔ پلاوي په معاشي چيلنجونو قابو موندلو او په هېواد كښې اقتصادي او كاروباري هلو ځلو ته وده وركولو لپاره د حكومت په هڅو كښې د مرستې كولو باور هم وركړو۔ وفاقي وزير د پلاوي لخوا د و??ان??ې كړې شوې تجويزونه ستائنه كولو سره دوي له باور وركړو۔ دوي د حكومت لخوا اولس ته د سهارا وركولو او د هېواد د معيش?? پرمختګ لپاره كاروبار دوست بجټ سره د په اړوندو تجويزونو غور كولو د وفاقي وزير م??نه وكړه۔ د پلاوي په غړو كښې د اېسوسي اېشن چيئرمېن الطاف تائي،پخوانې چئيرمېن عارف يوسف ګيوا، وائس چئيرمېن خاور م??ير، نديم ګيوا، راحيل رنچ ، عسکري آغا او سفيان عديه شامل وه