اسلام آباد 23جون(اے پی پی)د تعليم ا?? پېشه ورې تربيې وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئېلي دي چې د پي ټي آئي د څلور كلن دور په صبر و زغم كښې كمې رامخې ته كړې شو٬ بايد كومه هم ادا??ه له خپل آئيني حد څخه تجاوز ونه كړي٬ كه هېواد د مسئلو څخه ويستل وي نو ټولو اد??رو له به زغم او بردبارۍ څخه كار اخستل وي۔ د جمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونې په مهال وفاقي وزير ووئيل د پي اے سي چيئرمېن عمر له په ښه ډول خبره كړې ٬ د برېښنا په اړه د هغه خبره سمه ده په كال 2013 كښې چې كله زمونږ حكومت ر??غلو نو په هېواد كښې به شل شل ساعته لوډ??ېډ??ګ ؤ٬پخواني وزيراعظم نواز شريف او شهباز شريف شپه ورځ كار كولو س??ه لوډ??ېډ??ګ ختم كړې ٬ په كال 2018 كښې لوډ??ېډ??ګ زيرو ؤ۔ د پي ټي آئي په حكومت كښې تر څلور كاله د برېښنا پروژې بشپړ نه كړې شوې كومې چې اوس مونږ بشپړ كوو٬ ګرمي ډېره زياته ده په كے پي او اسلام آباد كښې د برېښنا مسئلې شته خو د پنجاب په سيمو كښې صورتحال د دې نه هم زيات خراب دې٬كه چرې قوم مونږ ته يو ځل بيا موقع راكړه نو بيا به لوډ??ېډ??ګ زيرو كړو۔ ده ووئيل اد??رو د يو بل په دائره كار كښې مداخلت پېل كړې٬بايد كومه هم اداره د خپل آئيني حد څخه بهر ونه ځي كه چرې مونږ له د مالي سياسي بحرانونو څخه وتل وي نو مونږ له به د تحمل او بردبادۍ سره مخ په وړاندې تلل وي۔