اسلام آباد 10جولائی (اے پی پی)د موسمياتي بدلون او ماحولياتي رابطې وفاقي وزيرې د هېواد په بېلو برخو كښې د باران له امله په ممكنه توګه رامخې ته كېدونكې صورتحال نظر كښې نيولو سره د پېشګي تيارۍ فوري ردعمل باوري كولو په حاجت زور راوړے دے۔ ۔د ګل په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې دې ووئيل چې د موسميات محكمې لخوا د هېواد په بېلو برخو كښې د باران پېشګوئي شوې چې له مخې يې د راتلونكو 24 ساعتو نه تر 48 ساعتونو په مهال د پنجاب په بېلو ښارونو لاهور ٬ سيالكوټ او ناروال كښې د زيات باران امكان دے۔ په سندھ ٬ قطبي ختيز بلوچستان او د خېبر پښتونخوا په بېلو ښارونو كښې د برېښنا پړقا سره د باران امكان ښودلے شوے دې۔ دغسې په ښارونو كښې د ا??بن فلډنګ او په غرئيزو سيمو كښې د لېنډ سلائيډنګ امكان دے۔ په چناب ٬ راوي او ستلج درياب كښې منځومانۍ څخه تر لوړې درجې سېلاب امكان لر??۔ دې ووئيل شهري او ضلعې ان??ظاميې ته هدايت شوې چې هغوي دې په شهري مركزونو كښې د سېلاب ځ??لي?? سيمو لپاره پیړنې ټرافېك پلان باوري كړي۔ په دې كښې سېلاب ځ??لي?? انډر پاسز له په سمدستي توګه د ډي واټرنګ آپرېش شاملول ضروري د??۔ دې ووئيل ټولې ضلعي ان??ظاميې له به د دريابونو غاړې ته نزدې سيمو كښې پېشګي تياريانې او فوري رد عمل باوري كول و??۔ دغسې ټولو اړوندو ادارو او سټيك هولډرز له به د فوري مرستې باوري كولو له فعاله تړون په ځايې ساتل و??۔ دې ووئيل 25 جون څخه تر دې دمه د بارانونو دلاسه په رامخې ته شويو بېلو پیښو كښې 68 كسان مړه شوي دي او 79 كورونو ته زيان رسېدلې دې۔ دې ووئيل وګړو او سېلګرو ته هدايت كولې شي چې هغوي دې په هداياتو عمل وكړي او احتياطي تدبيرونه دې خپل كړي