اسلام آباد07 اګست(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف سره د ګجرانواله بورډ ميټرك امتحان كښې اولنې پوزېشن ترلاسه كونكي زده كونكي جمشيد علي د ګل په ورځ ملاقات وكړو۔ په دې موقع د جمشيد علي مور٬د هغه استاذ وحيد اشرف ٬ د ګجرانواله بورډ چيئرمېن نويد حېدر شيرازي او د تعليم او پېشه ورې تربيې چارو وفاقي وزير رانا تنوير حسېن هم موجود وو۔ وزيراعظم جمشيد علي ته د ميټرك په امتحان كښې په ښه كاركردګۍ مباركي وركړه او د ډاډګيرنې په توګه يۍ ده 10 لكه روپ?? انعام هم وركړو۔ وزيراعظم هدايت وكړو چ?? تر ماسټر ب?? د ??مشيد علي ټول تعليمي مصاريف حكومت پورته كوي۔ ده جمشيد علي لپاره د مياشتې د 30 زره روپو وظيفه هم اعلان كړه۔ وزيراعظم ده څخه لوظ واخست چې دې به سباؤن كښې هم خپله خواري دغسې روانه ساتي۔ وزيراعظم ده سره خپلو خبرو كښې ووئيل چې پ??كستان د جمشېد علي په څير ذهين زده كوؤنكو وياړ لري۔ د ده په كاميابۍ كښې د مور پلار او استاذانو محنت شامل دے۔ ده ووئيل جمشېد د نورو زده كوؤنكو لپاره يو رول ماډل دے۔