اسلام آباد 06 نومبر(اے پي پي) نګراں وزیرِ اعظم انوار الحق کاکړ سپارښتنه كړې چې سکھ یاتریانو ته د خپلو مذهبي رسوماتو ادا كولو او د مقدس ځايونو زيارت كولو په مهال هر ډول آساني وركړئ ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان ??ه مخې ده دا امر سکھ یاتریانو ته د پاكستان ??خوا د وېزې په لړ ??ښې د وركړې كېدونكو آسانيو جاج اغستو غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړو ۔ په غونډه كښې وزیرِ اعظم ته په كال كښې د نمانځونكو سكھ اخترونو ، د سكھ يات??يا??و وېزو او هغوي ته د وركړے كېدونكو آسانيو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وزیراعظم ووئيل سكھ ياتري زمونږ مېلمانه دي۔ ده هدايت وكړو چې سکھ یاتریانو ته د خپلو مذهبي رسوماتو ادا كولو او د مقدس ځايونو زيارت كولو په مهال هر ډول آساني وركړئ او هغوي ته د وېزې وركولو عمل دې لا سپېځلې كړے شي٬ ده ووئېل په كرتارپور كښی دې هغوي ته د نړيوال معيار آسانۍ وركول باوري كړے شي۔ وزیرِاعظم د کرتارپور راهدارۍ د لارې نورو هېوادونو څخه زيارت لپاره راغلو سكھ يات??يا??و ته د لا غوره آسانيو وركولو لپاره د يوې بشپړې تګلارې مرتب كولو هدايت هم وكړو