اسلام آباد 10نومبر (اے پي پي) نګراں وزیراعظم انوار الحق کاکړ د پاکستان او ازبکستان ترمينځه بيلو څانكو كښې مرستې او رابطو ته ودي وركولو له د عزم څرګندوني سره وئيلي چې د دواړو هېوادونو ??رمينځه تجارتی حجم به تر يو ارب ډالره رسولې شي، ازبك صدر د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمينځه ریل رابطو كښې خوښي لري،د دواړو هېوادونو ?? اولس ښه سباؤن وينم،مونږ تاريخي اړيكي لرو، پاکستان او ازبکستان ترمينځه نيغ په نيغه د ريل ، فضائی او سړكونو ?? لارې رابطو سره به دواړه هېوادونه يو بل ته رانزدې شي او دې سره به اړيكي لا قوي شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اقتصادی مرستې تنظیم (ای سی او) مشرانو ??وندې په موقع د ازبك سرکاری ټی وی ”ازبکستان 24” سره مركه كښې كړي۔ وزیراعظم وئويل مونږ ازبکستان د سيمي په اړه مهم هېواد ګڼو او په خاص توګه مونږ د ازبکستان صدر مرزیوف په مشرۍ كښې معاشی او ستراتيجكي رابطو سلسله كښې نوي مراعات او اقدامات وينو كوم به چې د تجارت لپاره نوې لاري پرانستلو كښې مرستياله وګرځي او دا مونږ د پاكستان لپاره د ډاډ وړ ګڼو،د ازبك صدر د واضح وژن سره مستقل مزاج هم دې ، نیویارك، بیجنګ پشمول په نورو ځايونو هغه سره ملاقات شوې،هغه خپل وژن كوټلي پروژو كښې شاملول غواړي،هغه په دې اړه خپل نائب وزیراعظم فوکل پرسن مقرر کړې،مونږ خپل د تجارت وزير ته ذمه واري سپارلي چې د ازبك فوکل پرسن سره په باقاعدګۍ سره ملاقاتونه وكړي۔ده ووئيل دواړه هېوادونو له نوي څانګو كښې د يو بل مرستي ته اړتيا ده،د دې ورکنګ ګروپس د لارې به دغه څانګو ته پام لرنه كولې شي، فارماسیوټیکل پشمول بيلو څانګو كښې د پاكستان پيداوار زيات دے،د ازبکستان او سيمي نورو هېوادونه په دې صنعتونو كښې لوئ منډۍ لري، ازبکستان د نورو سيمو لپاره برآمدی راهدارۍ په توګه استعماليدې شي۔ده ووئيل مونږ بيلو څانګو ته خاص پام لرنه كوو،مونږ د تجارت وزارت او د ازبکستان اړوند چارواكي د تفصیلات جاج اخلي او موقعو لټولو ته پام لرنه كوي،زه باور لرم چې دا تفصیلات به د دواړه هېوادونو په ګټه وي،د دواړه هېوادونو ??رمينځه تجارتی حجم به تر يو ارب ډالره رسولې شي۔ده ووئيل د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمينځه د ریل رابطو كښې د ازبکستان صدر خاص خوښي لري۔ده ووئيل ازبك لارښود د نوې باور سره مخ په وړاندې روان دي او هغوي مينځني اسياﺀ كښې د خپل قام قسمت لټوي،هغوي مينځني اسياﺀ ، سوئيلي اسياﺀ ، کاکسز، روس، چین او سيمي څخه بهر اروپا او امريكا سره اړيكو ته ودي وركولو د لاري په سيمه كښې ازبکستان لپاره د مرکزی حیثیت ترلاسه كولو خوښي لري د كوم چې هغوي په صحیح معنو كښې حقدار دي او مونږ هم د دې عکس ګورو، دې سره به معاشی رابطو ته وده ترلاسه شي كوم چې د سيمي د اولس په ګټه دې۔ وزیراعظم ووئيل دا زما د ازبکستان وړومبۍ دوره ده څه ډول چې دلته بنیادی ډھانچې له پرمختګ وركړې شوي هغه د ډاډ وړ دې او په خاص توګه تاشقند كښې جدید بنیادی ډھانچه په زړه پوري مثال لري دې څخه معلوميږي چې د حکومت ترجیحات په سم پلو دي۔ده وئويل د دواړو هېوادونو ?? اولس ښه سباؤن وينم،مونږ خپلو كښې تاریخی اړيكي لرو ، تاریخی اعتبار سره د سيمي وګړي اسياﺀ كښې آباد شوي۔ ده ووئيل مونږ نور هم رانزدې كېږة ، صنعتی، معاشی او كلتوري اړيكو ته به وده ترلاسه شي۔ده ووئيل حضرت امام بخاری په شان شخصیات دلته مزار دې،هغه نه يواځې د ازبکستان بلکه ټولي اسلامی نړۍ او په خاص توګه پاکستان كښې يو لوړ مقام لري، ازبکستان كښې د دانشورو او فلاسفرانو ??خصیات تاثر ترلاسه كېږي۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ??رمينځه نورو رابطو سره به اړيكو ته وده ترلاسه شي،نيغ په نيغه فضائی او سړكونو ?? لارې رابطو سره به هېوادونو لا نزدې كيدو موقع ترلاسه شي۔