اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي روسيه سره د دوه اړخيزه تجارتي او اقتصادي اړيكو د زياتولو پ?? ضرورت زور رواړولو سره وئيلي دي د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت او معيشت په څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو بلها امكانات موجود دي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر ډاکټر عارف علوي دا خبره په پاکستان كښې د روسيه موده ترسره كونكې سفيرې ډانيله ګانيچ سره كړې چا چې د زيارت په ورځ صدر مملكت سره ملاقات كولو۔ صدر ډاکټر عارف علوي ووئيل پاکستان روسيه سره د تل پاتې او د ګڼ اړخيزې شراكتدارۍ خوښي لري، پاکستان روسيه سره د تجارت، معيشت، د خوراك تحفظ ٬ توان، دفاع او د اولسي روابطو پشمول په ټو??و څانګو كښې مرسته غواړي۔ ده ووئيل پاك روسيه اړيكې د ملګرو ملتونو مركزيت او اصولو له مخې د نړيوال نظام په مشتركه نقطه نظر اډانه دي۔ صدر مملکت د غزہ په صورتحال ، په فلسطيني اولس د اسرائيل په ظلمونو خبرې ??ولو سره د مېرمنو٬ كوچنيانو او د خبريالانو پشمول د زرګونو پ?? شمېر د فلسطينيانو د قتل غندنه وكړه۔ صدر ډاكټر عارف علوي پاکستان سره د دوه اړخيزه اړيكو پ?? لا استحكام كښې د سفيرې د كردار ستائنه وكړه۔ دغسې صدر د روسيه سفيرې ??پاره په سباون كښې د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔