لاهور۔1جنوری (اے پی پی)نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ وئېلي دي حکومت او د نجي څانګې په اشتراك ترقیاتي ماډل قامي اقتصادي پرمختګ كښې ګټورې نتيجې رامخې ته كولې شي ،د کاروبار ودې لپاره د پنجاب حکومت اقدامات د ستائنې وړ دي،وفاقي حکومت به کاروبار لپاره ټولې اسانۍ وركوي۔ ده د ګل په ورځ بزنس فسیلیټیشن سینټر(بي ایف سي)كښې د سوداګرې ورورولۍ سره خبرې اترې كولې ۔ په دې مهال د پنجاب نګران وزیراعلی محسن نقوي ،چیف سیکرټري پنجاب،آئي جي پنجاب او د بزنس کمیونټي پشمول نور هم موجود وو ۔وزیراعظم انوار الحق کاکڑ ووئېل بزنس فسیلیټیشن سینټر د پنجاب حکومت يو مهم اقدام دے چرته چې د يو چھت لاندې اسانۍ موجود دي ، ده ووئېل وفاقي حکومت به کاروبار لپاره ټولې اسانۍ وركوي ۔ ده ووئېل د کاروباري ورورولۍ او حکومت ترمينځه د ښو اړيكو څ??ه به د روزګار موقعې ، ټیکس او د جي ډي پ?? شرح نمو زياتېدو له مرسته تر لاسه شي ۔ د بزنس فسیلیټیشن سینټر د خیال ستائنه كولو سره نګران وزیراعظم ووئېل وفاقي حکومت به د کاروبار ودې له ??پل كردار ادا كوي او دا لړۍ به تر سندھ،خیبرپښتونخوا او بلوچستان پراخه كولې شي۔ ده ووئېل وفاقي حکومت به د کاروباري څان??ې لپاره ګڼ اقدامات کوي ٬ دغسې ده كاروباري ورورولۍ له ?? هر ډول اسانيو وركولو باور هم وركړو ۔ په دې مهال وزيراعظم د نګران حكومت لخوا د کاروبار ودې لپاره د وزیراعلیٰ پنجاب محسن نقوي او د هغه د ډلې هڅې وستائلې۔