اسلام آباد۔25اپریل (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري په ملېریا قابو موندلو له د ټولو اړخونو د ګډو هڅو په حاجت ټینګار کړې او ویلي یې دي چې پاکستان د ګلوبل ملېریا پروګرام لاندې د ??وی?? اقداماتو عملي كولو عزم ??ري۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د د?? خيالاتو څرګندونه د مليريا نړيوالې ورځې په موقعه خپل پېغام كښې وكړه۔ ده وئيل چې هر کال د اپریل 25 مه نېټه د مليریا نړیواله ورځ د د?? رنځ په اړه د اولسي شعور بېدارولو او د د?? مخنيوي په لاره كښې د پېښو چېلنجونو حل لټولو له لمانځل کیږي۔ ده ووئيل د ملېریا مخنیوې، تشخیص او درملنه ممکن ده۔ ده ووئيل د پاکستان حکومت اولس لپاره د روغتيايي اسانيو برابرولو عزم ??ري۔ صدر مملكت ووئيل د ملېریا د نړیوال پروګرام تر سېوري لاندې د ??وی?? اقداماتو مقصد د ملېریا د هرې شکمنې پېښې معاینه، تصدیق او معياري درملنه ده۔ صدر مملكت ووئيل دا خبره د خوشحالۍ ده چې د روغتیا وزارت د ګډې يونټ د لارې د مليريا مخنيوي لپاره كوټلې هلې ځلې کړې دي۔ ده ووئيل كامن مېنجمنټ يونټ مليريا يوه بشپړه تګلاره عملي كړې ده۔ ده ووئيل د بده مرغه د كال 2022 ﺀ سېلابونو له امله د هېواد به بېلو برخو كښی د مليريا په كېسونو كښې تندۍ سره زياتوالې رامخې ته شو۔ ده ووئيل د سېلاب په څير قدرتي آفت د مليريا مخنيوي له روانو هڅو ته زيان ورسولو٬ ټولو صوبائي حكومتونو او نورو همكارانو څخه غوښتنه كوم چې هغوي د د?? اندېښمن صورتحال مخنيوي له يو موټي شي۔ ده ووئيل ټول اړخونو دې د مليريا په اړه اولسي شعور بېدارولو له اقدامات هم وكړي۔