اسلام آباد 22 جولائي (ا?? پي پي) د قامي اسمبلۍ غړې شائسته خان وئيلي دي حکومت د موسمياتي بدلون مخنيوي لپاره شجر کارۍ، په پولي تھين بېګز د بندېز پشمول يو ش??ېر اقدامات كړي٬مونږ ټولو له د شجركارۍ په كمپائن كښې برخه اخستل پكار ده۔ ا?? پي پي سره خپ??ې مركه كښې دې وويل موسمياتي بدلون مهمه مسئله ده او موجوده حکومت د موسمياتي بدلون مخنيوي لپاره يو ش??ېر ګامونه پورته كړي په خاص توګه په پولي تھين بېګز بندېز مهم اقدام دے په كوم چې موثره عم??درامد روان دے۔ دې وو??يل د پنجاب وزيراعليٰ مريم نواز د شجرکاري كمپائن كاميابۍ لپاره يو ش??ېر اقدامات كړي دغسې وزيراعظم شهباز شريف هم ګرين پاکستان انيشيټو اغستے چې په راتلونكې وخت كښې به ئې دوه چنده اثرات رامخې ته شي، دغسې په ډي فورسټريشن هم كار روان دے٫ حكومت د موسمياتي بدلون مسئلې مخنيوي لپاره ښه لائحه عم?? اختيار كړے ، د سېلاب نه بچ كېدو لپاره احتياطي تدابير اختيارېږي،شجر کاري روانه ده ځكه چې دې سره به د سېلاب شدت كمي له مرسته تر لاسه شي۔ دې وو??يل د کرشنګ پلانټس له امله غرونه په ختمېدو دي چې په سبب ئې ځائي ابادۍ ته زيان رسي۔ دې وو??يل وزيراعظم شهباز شريف د اليکټرك وهيکل او د سولر پاور پلانټس پشمول د متبادل توان منصوبو ته پام لرنه كوي چې ورسره به مونږ ته زياته ګټه ترلاسه شي۔