اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي)د ري??ستي او سرحدي چارو وفاقي وزير انجينئر امير م??ام سره د افغان كډوالو د خېر ښېګړې لپاره كار كوونكو د نجي سماجي تنظيمونو (اين جي اوز) نمائندګانو ملاقات کړے۔ د ګل په ورځ د سيفران وزارت د اړخه جاري شوي بيان له مخې ملاقات كښې وفاقي وزير امير م??ام ووئيل د ملاقات مقصد د وزارت او سماجي فلاحي ادارو ترمينځه شريكه مر??ته قوي كول او د زياتو وګړو مر??ته كول دي۔ده ووئيل اين جي اوز دې د اوسني دور تقاضو تر مخه په منصوبو عمل درآمد ته پام لرنه وكړي۔ده ووئيل وزارت او د كډوالو چيف کمشنر به ??ر ممكن مر??ته كوي۔وفاقي وزير ووئيل زياتو حاجتمندو وګړو له د مر??تي ورسولو لباره اين جي اوز بايد د هغه وخت پېښي مسئلي په ګوته ك??ي او د هغې له مخې فنډز استعمال کړي۔ وفاقي وزير پاکستان كښې په قامي پرمختګ كښې د اين جي اوز کردار وستائلو۔په غونډه ك??ې د ري??ستي او سرحدي چارو وفاقي سيکرټري ظفر حسن، جوائنټ سيکرټري آغا وسيم احمد او د كډوالو چيف کمشنر عباس خان ګډون وكړو۔ د اين جي اوز نمائندګانو وفاقي وزير د خپلو اړوندو څانګو په اړه تفصيلات څخه خبر كړو چې پكښې د معاش ذريعې ښه كول او پيشه وره پوهې له تربيتي منصوبې او افغان كډوالو لپاره د آمدن موقعو، تعليم او كډوالو لپاره د روغتيا آسانۍ وركول شاملې دي۔