اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) پاکستان په لبنان كښې د اليکټرانك آلاتو چاؤدنې د لارې د شوو بريدونو غندنه كولو ??ره وئيلي دي بهر هېوادونو ??ښې د ترهه ګرۍ لپاره د سائبر او اليکټرانك ذريعو استعمال د غندني وړ دے۔د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بل??چ د زيارت په ورځ خپل اوونيز پرېس بريفنګ كښې ووئيل پاکستان د رواني اونۍ په مهال د اليکټرانك آلاتو چاؤدنې د لارې د شوو بريدونو غندنه كوي۔وياندې ووئيل بهر هېوادونو ??ښې ترهه ګرۍ لپاره د سائبر او اليکټرانك ذريعو استعمال د غندني وړ دے۔دې ووئيل د ترهه ګرۍ بريدونه سيمه كښې د اسرائيل د خطرناك يرغل څرګندونه ده ٬ دې ??ره امن او سلامتيا ته خطر پیښ دے۔وياندې ووئيل پاکستان د لبنان د خپلواكۍ او سيمه ايزي سلامتيا لپاره د خپلې مرستې پخلے كوي او د نړيوالي ورورولۍ څخه غوښتنه كوي چې اسرائيل د داسې نړيوالي ترهه ګرۍ کارروائيو او د نړيوال قوانين خلاف ور??ۍ په ړه ځواب وركونكے وګرځوي۔ دې ووئيل پاکستان سږ كال په 19 جولائي د آئي سي جے په مشاورتي رائے د بشپړ عملدرآمد غوښتنه كړې او آئي سي جے مشاورتي رائے له عملي شكل وركولو لپاره ئې د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ د قرارداد هركلے كړے۔دي په غزه كښې په يو سكول او د كډوالو په كيمپ د اسرائيلي بريدونو غندنه كولو ??ره ووئيل د كډوالو کيمپونو ??شمول په اهداف دا ډول بريدونه د آئي سي جے عارضي اقداماتو د روح هم خلاف ور??ي ده۔۔