ملګري ملتونه ۔23 اکتوبر(اے پی پی) پاكستان د وګړو د حقونو تحفظ له د خپل عزم پخلي كولو سره ملګرو ملتونو ته وئيلي دي هند په جمو وكشمير كښې د وګړو جبري ??ې دركۍ د كشميري ??ولس غږ غلي كولو لپاره كاروي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مشن كښې فرسټ سېكتر سرفراز ګوهر د جبری بې دركۍ ورکنګ ګروپ سره د انټرا??کټ?? ډائیلاګ په مهال ووئيل پاکستان د هېواد دننه د جبري ??ې دركۍ چارې ترسره كولو له چمتو پاتې كيږي خو مونږ شخړو لرونكو سيمو كښې په خاص توګه د بهرنۍ قبضې لاندې پاتې كېدونكو هېوادونو كښې په دې حواله اندېښمنې وضعې څخه سترګې پټولې نه شوو۔ ده ووئيل په جمو وكشمير كښې څو ليسزو څخه كشميرے اولس د يرې او تشدد چاپېريال سره مخ دے٬ چرته چې جبري ??ې دركۍ د قابضو هندي ځواګونو د جبر او ظلم علامتات دي۔ ده ووئيل 8 زره څخه د زياتو كشميريانو په اړه چاته معلومه نه ده چې هغوي چرته دي۔ ده ووئيل د هند لخوا په 5 اګست 2019 د جمو وكشمير خصوصي حېثيت ختمولو څخه وروستو نور 15 زره ځوانان په جبري ??وګه بې دركه كړے شول چې ورسره د يرې فضا لا ز??اته شوه۔ ده ووئيل پاكستان د جبرې بې دركۍ په چارو د ملګرو ملتونو وركنګ ګروپ سره خپلې مرستې ته د قدر په سترګه ګوري۔ ده ووئيل مونږ هره معامله په جدي توګه حل كوؤ ولې چې زمونږ پام لرنه د ټولو وګړو د بشري ??قونو تحفظ ته ده ۔