اسلام آباد۔27دسمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په هدايت په سی۔ 14 سېکټر كښې پر??ختيائي كارونه پېل كړې شوي۔ د پلاټس بکنګ تر 30 دسمبر او الاټمنټ لپاره اوپن قرعه اندازي به په 14 جنورۍ كيږي۔ وفاقی وزیر د نوې جوړېدونكي سېکټر سی-14 دورہ وكړه او د پر??ختيائي كارونو يۍ بشپړ جاج واغست۔ وفاقي وزير سي ډي اے ته د سېکټر سی 14 پر??ختيائي كار تر 15 فرورۍ د بشپړولو ټاسك وركړو۔ وفاقي وزير ووئيل سېکټر سی۔ 14 په خاص توګه اوورسیز پاکستانیانو او ځايي كسانو له جوړولې شي۔ سېکټر سي ۔ 14 د اسلام آباد په پرائم لوکېشن كښې دے۔ وفاقي وزير هدايت وكړو چې د پر??ختيائي كارونو بشپړېدو سره دې الاټيز ته د هغوي د پلاټس قبضه وركړې شي۔ په دې موقع وفاقي وزير د سي ډي اے چارواكو ته د قبضه مافيا په ضد د كارروايۍ كولو هم امر وكړو۔ ده ووئيل د مارګله هلز نېشنل پارك په زمكه دې قبضه مافيا سره هېڅ رعاي?? ونكړے شي۔ د سي ډي اے چيئرمېن اېم علي رندھاوا وفاقي وزير ته د پر??ختيائي كارونو په اړه بريفنګ وركولو سره ووئيل په سېکټر سی۔ 14 كښې اوورسيز پاكستانيانو ته خصوصي پام لرنه كولې شي۔ په سېکټر سی۔ 14 كښې پلاټس ترلاسه كولو له تر 30 دسمبر 2024 بکنګ كېدے شي۔ ده وفاقي وزير ته د سېکټر آئی 11 پر??ختيائي كارونو په اړه هم بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل د سېکټر آئی 11 پر??ختيائي كار وروستي پړاؤ څخه تېرې??ي او ډېر زر به الاټيز ته وركړې شي۔