اسلام آباد۔2اپرېل (اے پی پی)وزیراعظم عمران خان وئيلي دي درې اسټوجز د پاكستان په ضد سازش كښې يو ځائې شوې دي كوم چې پاكستان او د دې ادارې كمزورې كول غواړي٬ د قومي سلامتيا اعلاميې د دې سازش اعتراف كړې دې٬ د وزيراعظم جوړېدو خوب ليدونكي به ناكامۍ سره مخ شي٬ د نواز شريف بهرته د لېږلو پړېكره يوازې زما نه وه بياهم دې كښې لويه دھوكه شوې ده ٬ هېواد 35 كاله لوټ كوؤنكي او د دې په لائف سپورټ مشين اچوؤنكي يو وارې بيا د اقتدار خوب ويني ٬ د چا پېسه چې ??هر وي هغوي كله هم هېواد آزادۍ له نه وركوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده يو نجي ټي وي چېنل سره مركه كښې وكړه۔ ده ووئيل پنجاب شريفو ته په لاس كښې د وركولو په ځائې ښه ده چې پروېز الهي اعلی وزير جوړ شي۔ ده ووئيل زما خپلو كارمندانو ته هدايت دې چې ??ولييز پاتې شي۔ ده ووئيل د پوځ رامنځ ته كولو هڅې روانې دي زما دوئي ته وېنا ده چې پوځ نيوټرل دې دا دې رامنځ ته نه كړې شي۔ ده ووئيل پخوانو واكمنو د عدليې ججان بلېك مېل كړل او اوس هم د دې ډول چالونو كولو سوچ كوي٬ قوم د دوئي د كردار نه خبر دې۔ ده ووئيل د عدم اعتماد تحريك نه كومه خطره نشته٬ ماتې هغه خوري چاسره چې ??ولس نه وي٬ اولس ماسره مضبوط ولاړ دے۔ ده ووئيل كوم هېوادونه چې ?? روس نه تېل اخلي هغه نن هم اخلي او مونږ ته مشوره راكوي چې وزيراعظم بايد د روس دوره نه وه كړې۔ اپوزيشن هم دغه خبره كوي۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل ملګرتيا ټولو سره كېدې شي او غلامي د چا هم نه شي كېدې۔ ده ووئيل ماته معلومه ده چې ?? هېواد د سلامت??ا په ضد د شوي سازش بايد پلټنې و كړې شي د كومو لپاره چې مونږ قانوني مشاورت پېل كړې دې۔ وزیراعظم ووئيل د فالودې او پاپړ خرڅوؤنكو او د چپړاسيانو په نوم جعلي ??كا??نټ جوړونكو او مني لانډرنګ كوؤنكو سره د هېواد د ګټو ??ېڅ فكر نشته۔ ده ووئيل نون ليګ خانداني سياست كوي٬ د حمزه نه سوا بل څوك د اعلی وزير منصب لپاره اهل نشته۔ ده ووئيل زه چېلنج كوم چې نون ليګ دې پنجاب كښې كوم ضمني يا نورې كومې ټاكنې وګټي۔