اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف سره د اروپائي كم??شن صدر ارسلاوان ډيرليين ټېليفوني تماس نيولے ۔د اروپائي كم??شن صدر شهباز شريف له د وزيراعظم په چوكۍ سن??هالولو مباركي وركړې او د كم??شن د پاكستان سره د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكمولو خواهش ئې څرګند كړے۔وزيراعظم په مباركۍ وركولو د هغه مننه كولو سره ووئيل پاكستان اروپائي ائتلاف سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي كومې چې په شريكو اقدارو٬امن٬څوكالۍ او د پرمختګ په شريكو مقاصدو اډانه دي۔وزيراعظم د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمينځه تجارتي او د سرمايه كارۍ اړيكو اهميت رامخې ته كړو۔ده د جي اېس پي پلس انتظامات ستائېلو سره په دې خبره زور راوړو چې يو شريك ګټور سكيم لرلو سره پاكستان او اروپائي ائتلاف تجارت زياتولو كښې مهم كردار ادا كړے۔وزيراعظم شهباز شريف د اروپائي كم??شن صدر له د پاكستان دورې بلنه وركړه۔دغسې دواړه لارښود د پاكستان او اروپائي ائتلاف اړيكو ته پراختيا وركولو او په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې زياتولو له په ګډه كار كولو ته صلاح شوي