اسلام آباد 14مئي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مرېم اورنګز??ب وئيلي دي عمران نيازي او د هغه ګوند دې د مسيح?? ورورولۍ د مذهبي جذبات احترام وكړي، نالائق، نااهل، فاشسټ، كرپټ او غلو له كه اولسې غونډې كولو لپاره ځائې وركول نه غواړي نو په دې كښې د حكومت څخه قصور دې ؟ كه اولس هغوې له جلسې لپاره نجي ملكيتي ځائې وركولو ته چمتو نه دې نو په دې كښې د كورنيو چارو وزير رانا ثنا الله څه كردار دې؟ عمران نيازي غواړي چې په رانا ثنا الله په زور او زبردستۍ سره په نجي ملكيت د جلسې بندوبست وكړي ، اولس د عمران خان غلام نه دې ، حكوم?? د ??انون له مخې هغه ځائې عمران نيازي له جلسې لپاره نه ش?? وركولې كوم چې نجي ملكيت دې۔د خالي په ورځ په خپل يو بيان كښې دې ووئيل مسيح?? ورورولي خپل ځائې د جلسې لپاره وركولو له چمتو نه ده ځكه چې دا ځائې د هغوې د عبادت لپاره بېل شوې دې۔ مرېم اورنګز??ب ووئيل عمران خان دې د مسيح?? ورورولۍ احترام وكړي او غنډه ګردي دې نه كوي۔دې ووئيل مسيحي كميونټي په احتجاج ده ، حكوم?? د ??غوې احتجاج نظر انداز كولې نشي ۔ دې ووئيل عمران نيازي مذهبي منافرت خپرولو سره په دې ځائې ولې جلسه كول غواړي۔ دې ووئيل پي ټي آئ?? ګورنمنټ مرے كالج ګراونډ او اسپورټس جمنازيم پسرور كښې د جلسې كولو تجويز ولي نه دې قبول كړې ؟ د دې ښكاره مطلب دا دې چې عمران نيازي يواځي ډرامه كول غواړي،د هغه مقصد تماشا جوړول دي۔دې ووئيل مسلم او غير مسلم مذهبي مشران دې عمران نيازي پوهه كړي چې د مسيح?? ورورولۍ د جذباتو احترام وكړي