اسلام آباد۔23مئی(اے پی پی) داخله وزير رانا ثناﺀ الله وئيلي دي عمران ني??زي كه جمهوريت ته زيانو رسولو هڅه وكړه نو قانون به د ده په ضد خپله كارروائي پخپله وكړي ، څوك چې د شرافت د دائرې نه بهر كېږي قانون به دې د شرافت دائرې ته بېرته راولي۔ د ګل په ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې ده ووئيل معيشت ته زيان رسوؤنكي د مارچ اعلان كولو سره د معيشت بحالۍ مخنيوي لپاره راوتلې دې ، دې به كاميابي ترلاسه نه كړې شي۔ عمران ني??زي دروغژن دې ٬ ډلې او غونډه ګردي به زغملې نه شي۔ ده ووئيل د عمران ني??زي په ژبه كښې انتشار ??و فساد دې ٬ هغه په قلاره پاتې كېدې نه شي۔ ده ووئيل په كال 2014 كښې 126 ورځې غنډه ګردي وكړې شوه ٬ په پارليمنټ او سركاري ودانيو بريدونه وكړې شول ٬ د عدليې په دېوالونو جامې وغوړولې شوې ٬ قبرونه وكنستلې شول۔ په كال 2014 كښې هم ده دروغ وئيلې وو٬ په يوټرن ني??زي څوك هم باور نه لري۔ ده ووئيل عمران ني??زي كه د ګوركن جوړېدو هڅه وكړه نو قانون به د ده په ضد خپله كارروائي وكړي ، څوك چې د شرافت د دائرې نه بهر كېږي قانون به دې د شرافت دائرې ته بېرته راولي۔