اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د نهې په ورځ د متحده عرب ا??ار??ت سفارتخانې ته لاړو او دغلته يۍ د شېخ خليفه بن زيد النهيان په مړينه سفير حماد عبيدابراهيم سالم الزابي سره غمرازي ښكاره كړه۔ سپيكر ووئيل چې ?? پاكستان او متحده عرب ا??ار??ت ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې قوي كولو كښې د شېخ خليفه بن زيد النهيان د قدر وړ خذمات د ستائنې وړ دي۔ د شېخ خليفه بن زيد النهيان د مرګ سره پاكستان د يو مخلص دوست او د اسلامي نړۍ يو عظيم لارښود څخه محروم شوې۔سپيكر ووئيل چې د ارواښاد شېخ خليفه د هېواد او قام لپاره خذمات به په تاريخ كښې تل ياد ساتلې شي۔?? پاكستان او متحده عرب ا??ار??ت ترمينځه په لسيزو خپرې دوه اړخيزه نزدې سياسي او سماجي اړيكې موجود دي۔ متحده عرب ا??ار??ت كښې مېشته پاكستاني او پاكستان كښې اوسېدونكې اولس متحده عرب ا??ار??ت خپل دوهم كور ګڼي۔ د قامي اسمبلۍ سپي??ر د متحده عرب ا??ار??ت نوې صدر شېخ محمد بن زيد النهيان لپاره د نيكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔ ا??ار??تي سفير ووئيل چې پاكستان عرب ا??ار??ت سره د ژور اړيكو يو مذهب٬ تاريخ او د كلتور په تلپاتې خپلولو تړون لري۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر په سفارتخانه كښې اېښودلې شوي تعزيتي كتاب كښې خپل تاثرات هم قلم بند كړل