اسلام آباد 26 مئي (اے پي پي)د منصوبه ??ندۍ٬پرمختګ٬اصلاحات او خاص اقداماتو وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د ون پيشنټ ون آئي ډي٬په منصوبه ?? جاج اخستو غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د اېن آ??ي ټي بي٬د روغتيا او انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزارت افسرانو ګډون كولو۔غونډې ته بريفنګ كښې ووئيل شؤ چې د پروژې مقصد د وفاق ?? سيوري لاندې په روغتونونو كښې رنځورانو ته ښې آسانۍ وركول او مالي وسائل په فعاله ډول كارل دي ٬ پروژه په 24 جون 2021 ودرولې شوې٬د اېن آ??ي ټي بي په پروژه 51 ملين روپۍ مصرف كړې شوې دي٬د اېن آ??ي ټي بي پروژه 75 فيصد بشپړ شوې وه٬ د اېن آ??ي ټي بي پراجېكټ ودرولو سره د شوكت خانم د روغتون د سافټ ويئر كارولو حكم وركړې شو۔ بريفنګ كښې وئېلي ??وي چې پروژه په كال 2020 كښې پیل شوه او په كال 2023 كښې دا بشپړېدل وو۔وفاقي وزير د روغتيا وزارت لخوا د سركاري اد??رې تيار كړې شوې سافټ ويئر اخوا كولو سره په غېر سپيځلې ډول كښې د شوكت خانم روغتون اېم آئي اېس سسټم نافذ كولو په پلان د تشويش څرګندونه كولو سره د انكوائرۍ حكم وركړو۔ وفاقي وزير ووئيل چې په دې معامله كښې غېر سپيځلتيا او بدنيتي په نظر راځي۔ ده ووئيل چې د سركاري روغتونونو ډېټا څنګه يوې نجي اد??رې ته وركولې شي