اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف عل??ي فېصل بنك ته فراډ ځپلي مشر وګړي ته د پوره ر??م بېرته وركولو هدايت كړې او وئيلي ئې دي چې بنك دې فراډ ځپلي وګړي ته د 3 لكه 88 زره جزوي ادائيګې په ځائ مكمل 11 لكه ادائيګي وكړي. صدر مملكت د وف??قي محتسب د پرېكړې په ضد د مشر وګړي خواست منظور كړے او وئيلي ئې دي چې د بنك لخوا جزوي ادائيګي ثب??ت دے چې د بنك صارف پوره دعوې درست او جائز ده. مشر وګړي سردار ارشد محمود جلوانه نامعلوم كال كوونكي ته خپله ډېټا وركړې وه او د 11 لكه روپو نه محروم شوے و.