اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي)د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي پي ټي آئي له ف??رن فنډنګ وركوونكو كښې هند٬??سر??ئيل او د امريكې پشمول نور هېوادونه شامل دي۔نورو ته امپورټډ وئيونكې پخپله د بهر هېوادونو څخه فنډ اغستلو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د وفاق?? وزير سردار اياز صادق سره خبري كنفرنس ته وكړه۔ده ووئيل د پوځي چورلكې په پېښه كښې د پوځي افسرانو او ځوانانو په شهادت افسوس لرم٬لوي څښتن دې هغوي له د خپل رحم په پلو كښې ځاې وركري۔ده ووئيل مونږ د شهيدانو قربانۍ نه هېروو٬په پیښه ټول قام غم جن دے۔ده ووئيل مونږ د غم جنو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو٬شهيدان د بلوچستان سېلاب ځپليو په مرسته كښې مصروف وو٬كور كمانډر لېفټيننټ جنرل سرفراز علي يو ښه افسر ؤ ٬ده ووئيل د الېكشن كمېشن ?? نن پريكړه تاريخي اهميت لري٬د دې اثرات به ډېر زر رامخې ته شي۔ده ووئيل د الېكشن كمېشن ?? پريكړې نه پس د پي ټي آئي لارښود خاموش دي۔د پي ټي آئي لارښودو د دوه٬درې ورځو څخه شور كولو چې بايد قانون ټولو لپاره برابر وي۔ده وئيل الېكشن كمېشن په پريكړه كښې وئېلې شوي پي ټي آئي له ف??رن فنډنګ وركوونكو كښې هند٬آسټرېليا٬امريكا او ??سر??ئيل هم شامل دي۔وفاق?? وزير ووئيل عمران خان ضمني ټاكنو نه پس هم په الېكشن كمشنر تورونه لګولي٬??غه به وړاندې د چيف الېكشن كمشنر ستائنې كولې۔ده ووئيل عمران خان د يوې منصوبې ترمخه په سياست كښې معرفي كړے شوے ؤ ٬اوس به ادارې پخپله د عمران خان احتساب كوي۔ده ووئيل د قانوني پوهانو مشاورت نه پس به د الېكشن كمېشن په پريكړه عمل كولې شي