ډيره غازي خان 05 اګست (اے پي پي) وزيرِ اعظم شهباز شريف وئيلي دي سيلاب او د بارانونو له امله د ځپليو زيان ازالې لپاره شريكې سروے ته ??ړتيا ده دغسې چې حق دار ته ?? هغه حق ترلاسه شي ،سيلاب ځپليو له وركړې كيدونكې مرسته ??ايد په ځپليو خرڅ كړې شي ،چيف سيكرټري دې د ځپليو جائز ضروريات پوره كړي ، وفاقي حكومت د ځپليو مرستې له هر وخت چمتو دے۔ د جمعې په ورځ وزيراعظم ډيره غازي خان، ??اجن پور او لسبيله كښې د سيلاب ځپليو سيمو دوره وكړه۔وزيرِاعظم شهباز شريف ته ډيره غازي خان ته په رسيدو د سيلاب له امله په شوي زيان ،ريليف او بحالۍ په اقدامات بريفنګ وركړے شو۔په دې موقع وزيراعظم ووئيل سيلاب او د بارانونو له امله په حق رسيدلو له معاوضه په سمدستي توګه وركړې كېږي ،فصلونو او كورونو ته ??سيدلے٬ د زيان شريكه سروے دې وكړې شي،په دې لړ كښې اين ډي اېم اے او پي ډي اېم اے ته هدايات جاري كړې شوي دغسې د پوځ معاونت لپاره د سرلښكر سره خبره شوې هغوي به هم معاونت كوي۔ ده ووئېل د دې شريكې سروے مقصد دا دے چې حق دار له خپل حق وركړے شي او كوم هم حق دار دې څخه محروم پاتې نشي۔ده ووئيل د شريكې سروے ډيري ګټي دي ، د دې بشپړيدو نه پس به غونډه رابللې شي او انفراسټركچر،سړكونو،پلونو، كورونو او فصلونو ته ?? رسيدلې زيان ازالې له به پرېكړه كولې شي،ده ووئيل د اولس روپۍ د چا جاګير نه دے ،بايد دا په اولس خرڅ كړې شي۔ده ووئيل د سيلاب ځپليو بحالۍ لپاره به د صوبائي حكومتونو هرممكن مرسته كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل د دړديدلې انسانيت خدمت له مخې د خوښې نا خوښې نه ځانله به په ګډه كار كول وي۔د بريفنګ په مهال وزير اعظم د پنجاب چيف سيكرټري ته ??پارښتنه وكړه چې د ځپليو جائز غوښتنې حل كړي۔په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرِه مرېم اورنګزيب، خاص مرستيال عطاء الله تارړ ، د قامي اسمبلۍ غړي رياض محمود خان مزاري، اسلم بھوتاني او د اين ډي اېم اے چيئرمېن ليفټيننټ جنرل اختر نواز هم د وزيرِاعظم سره وؤ۔د پنجاب اسمبلۍ غړي اوېس لغاري هم وزيراعظم ته ?? ځپليو سيمو په صورتحال بريفنګ وركړو۔ دغسې وزيرِاعظم ته هلته ??يلاب ځپليو ته په مرسته ??فصيلي بريفنګ وركړے شو۔وزيراعظم ته ووئيل شول سيلاب او د بارانونو له امله 104 كسان مړه شوي ،فصلونو او كورونو ته ??يان رسيدلے۔ په دې مهال وزيرِاعظم ډيره غازي خان كښې سيلاب ځپليو سره ملاقات هم وكړو۔