اسلام آباد 21 اګست (اے پي پ??) داخله وزير رانا ثناء الله وئيلي دي ښځينه مجسټرېټ٬ آئي جي او ډي آئي جي پ??ليس ته په دړكه وركولو به قانون سره مخ كېږي٬ عمران خان دړكه وركړې ده، ټولې نړۍ نېغ په نېغه ليدلي٬ اوس ??ې قانون ته مخامخ كېدو له چمت?? شي۔ د اتوار په ورځ خپل بيان كښې داخله وزير ووئيل عمران خان له به د سركار په كار كښې په مداخلت او دړكو قانون له ځواب وركول وي۔ ده ووئيل د بشري بي بي او د فرح ګوګي د کرپشن چې خبره وكړې شي نو عمران خان ته اسلامي ټچ ورياد شي۔ داخله وزير ووئيل كه په قانون عمل ونه كړې شو نو پاكستان به ځنګل جوړ شي، د بغاٶت په لمسه كولو به دوي تخښتې ته نه پرېږدو۔ ده ووئيل داسې نشي كېدې چې د شهيدانو توهين وكړي٬ د بغاوت لمسه وكړي او بيا په اسلام آباد كښې رياستي رټ هم چېلنج كړي۔ رانا ثناء الله ووئيل دا رويه په هېواد كښې د انتها ??سندۍ او د ترهګرو د ډاډګيرنې سبب جوړېدې شي٬ كاروائي لازمي ده۔