اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د سېلاب ځپلي اولس په حالاتو ډېر خفه يو٬حكومت به زر تر زره هر يو ځپلي ته ورسي٬نړيوا??ې ادارې دې د سېلاب ځپليو مرستې ??پاره راوړاندې شي٬حكومت يواځې په ځپليو سيمو كښې د بحالۍ كار نشي كولے۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ د سېلاب ځپليو مرستې ??پاره نړيوالو شراكتدارو سره په اقتصادي چارو ډويژن كښې د مهمې غونډې مشري كولو په مهال وكړی۔په غونډه كښې د ورلډ بانك٬اېشين ډوېلپمنټ بانك٬نړيوالو مالياتي ادارو٬ او د نړيوالو پرمختيا مرستندويه ډلو پشمول د چين ٬ امريكې او اروپائي هېوادونو استازو ګډون كولو۔د ملګرو ملتونو د بېلا بېلو ذيلي ادارو او د روغتيا نړيوا??ې ادارې استازي هم په غونډه كښې ګډون كولو۔وزيراعظم شهباز شريف نړيوال شراكتدار په هېواد كښې او په خاص توګه په سندھ او بلوچستان كښې د سېلاب د تباهۍ څخه خبر كړل۔وزيراعظم شهباز شريف غونډې ته په خپله وېنا كښې ووئيل د تاريخي بارانونو او سېلاب په وجه په هېواد كښې بېړنې صورتحال دے٬ په لويه پېمانه ځاني زيان شوے ??ې پكښې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي۔د كورونو او املاكو نه علاوه فصلونه٬باغونه او انفراسټركچر تباه شوے۔د رابطه سړكونو پلونو او زمكي لارو تباه كېدو په وجه د ??ېس??يو او رېليف په چارو كښې ستونزې رامخې ته دي۔د پاك پوځ او چورلكو په مرسته د رېليف او ??ېس??يو دائره پراخه كړی شوې۔وزيراعظم ووئيل د كال 2010م د سېلاب نه هم دې سېلاب زياته تباهي كړې٬د خوراك٬داروګانو٬خيمو او د عارضي اوسېدو ځايونو سخت ضرورت دے۔وزيراعظم ووئيل وفاقي حكومت د صوبو او مركزي او صوبائي محكمو په مرسته كار كوي۔په سمدستي توګه 5 ارب روپۍ جاري كړی شوي٬د هر يو حق رسېدلې كورنۍ ته لس لكه روپۍ ادا كولې شي۔ځپليو سره 25 زره روپۍ نغه مرسته كولې شي٬په دې به 80 اربه روپۍ خرڅ كېږي٬ ده ووئېل په مجموعي توګه به د 37 ارب روپو نه زيات رقم په سېلاب ځپليو خرڅ كولې شي۔ده ووئيل د سېلاب تباهي ډېره ده٬يواځې وفاقي او صوبائي حكومتونه ځپلي په مكمل توګه نشي بحالولې۔د نړيوالو ادارو تنظيمونو٬هېوادونو او مالياتي ادارو بېړنۍ مرسته پكار ده۔وزيراعظم ووئيل د سندھ او بلوچستان لويه برخه د وړاندې نه آفت ځپلې ګرځولې شوې۔د وړومبۍ ورځې نه په ذاتي توګه د رېليف٬??ېس??يو او د بحالۍ د چارو څارنه كوم۔د وزيراعظم فلډ رېليف فنډ 2022 جوړ كړے شوے۔وزيراعظم نړيوالو شراكتدارو ته خواست وكړو چې زمونږ مرسته وكړې ۔وزيراعظم نړيوالو شراكتدارو ته د ځپليو سيمو د دورې بلنه هم وركړه۔پاكستان به د دوي د دورې انتظامات كوي۔