اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) د پ??لك اکاٶنټس کمېټۍ ( پي اے سي) غونډه د شورو په ورځ د پ??رلمان په ودانۍ كښې د چيئرمېن نورعالم خان په مشرۍ كښې شوې چې پكښې د كمېټۍ غړو پشمول اړوندو سركاري چارواكو ګډون كړے۔ په غونډه كښې د سائنس او ټېكنالوجۍ وزات د كال 20-2019 د آډټ جاج واخستلے شو ٬ د پ??کستان سائنس فاٶنډېشن د آډټ اعتراضونو جاج اخستو سره پي اے سي د ادارې په كاركردګۍ د تحفظات څرګندونه كولو سره اړوند سېكرټري ته امر ??كړو چې د ادارې د كاركردګۍ رپ??رټ په يوه مياشت كښې وړاندې كړي ٬ په اداره كښې د غير قانوني بهرتۍ په پوښتنه سېكرټري د غېر قانوني تقررۍ او پروموشن اعتراف وكړو نو د پي اے سي چيئرمېن ووئيل سېكرټري خپله اداره كښې د هر ډول نظم و نسق ذمه وار وي٬ دغسې پي اے سي دا معامله اېف آئي اے ته وسپارله٬ په سائنس اينډ ټيکنالوجي كښې د پيپرا رولز په خلاف ورزو هم د ناراضګۍ څرګندونه وكړې شوه او اډټ چارواكو ته امر ??شو چې د دې معاملې نوټس واخلي او د ذمه وارو تعين كولو سره پي اے سي ته رپ??رټ وركړي۔ د خپلواكه ادارو لخوا په نجي بېنكونو كښې د پېسو اېښودلو په معامله د پي اے سي په پوښتنه د خزانې ډويژن لخوا ووئيل شول په دې بندېز لګولے شوے ۔ چيئرمېن امر ??كړو چې ټول خودمختاره ادارو ته دې چيټۍ وليكلې شي او دوي ته دې امر ??ك??ے شي چې ھغوي دې د كال 2019 پاليسۍ له مخې خپله پېسه په نجي بېنكونو كښې د اېښودلو او د سرمايه كارۍ نه ډډه وكړي