پينډۍ 18 اكتوبر (اے پي پي) ??ور كمانډرز كنفر??س د پاكستان په قوي نيوكليئر كمانډ اينډ كنټرول سټركچر او د هېواد سټريټجكي اثاثو په امنيتي انتظامات د مكمل باور څرګندونه كړي،د يو ذمه و??ر جوهري وسلې لرونكې رياست په حېث پاكستان د خپلې جوهري سلامتيا نظام قوي كولو لپاره د نړيوالې غوره تګلارې له مخې ټول ضروري اقدامات كړي۔د آئي اېس پي آر له مخې د پاك پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه په مشرۍ كښې 252م ??ور كمانډرز كنفر??س د نهي په و??ځ جي ايچ كيو پينډۍ كښې وشو۔ګډون كوونكو د كورني او بهرني امنيت په صورتحال او د پوځ د آپريشنل تيارو جاج واخست۔ فورم د سېلاب له امله ځپلے شوو سيمو او په خاص توګه سندھ او بلوچستان كښې د سېلاب نه پس صورتحال ، ريليف او د بحالۍ هڅو لپاره د سول انتظاميې سره د پوځ د مرستي نه خبر كړے شو۔ د فارميشنز پ?? آپريشنل تيارو د اطمينان سره سر لښكر جنرل قمر جاويد باجوه د هېواد په ضد د ټولو خطرو دفاع لپاره د پاك پوځ د عزم پخلے وكړو۔ فورم د پاكستان په قوي نيوكليئر كمانډ اينډ كنټرول سټركچر او د هېواد سټريټجكي اثاثو په امنيتي انتظامات د بشپړ باور څرګندونه وكړه۔ فورم خبر كړے شو چې د يو ذمه و??ر او جوهري وسلې لرونكې رياست په توګه پاكستان د خپلې جوهري سلامتيا نظام قوي كولو لپاره د نړيوالې غوره تګلارې له مخې ټول ضروري اقدامات كړي