اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال سره پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ د شورو په ورځ ليدلي دي ۔د ملاقات په مهال د سي پېك له مخې په جاري منصوبو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع وفاقي وزير د سي پېك د يو شمېر منصوبو په اهميت زور رواړلو سره د دې خبرې پخلے وكړو چې د سي پېك منصوبې مخ پ?? وړاندې بوتلل د اوسني حكومت عزم دے او د وزيراعظم د چين كوونكې دورې څخه به د دې منصوبو اهميت لا زيات شي۔ ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف راتلونكې دوره به په خاص ت??ګه ??كه مهمه وي چې د چين صدر شي جن پنګ په درېم ځل د چين لارښود منتخب شوے او دا پاكستان لپاره د لوي اعزاز خبره ده۔ وفاقي وزير د سي پېك په منصوبو چې پكښې اېم اېل ون پروجيکټ، د کراچي سرکلر رېلوے او د په بېلا بېلو څانګو لكه توان، انفارميشن ټيکنالوجي، ??راعت، كلتور او نور شامل دي په اهميت هم زور رواړو۔ احسن اقبال ووئيل د بلوچستان خوشحالي د ګوادر پرمختګ سره تړلې ده او اوسنې حكومت به د سي پېك له مخې د ګوادر ټولې منصوبې بشپړوي۔ په دې موقع د چين سفير د حكومت په خاص ت??ګه د وفاقي وزير د هلو ځلو ستائنه كولو سره د مرستې باور وركړو۔ د يادونې وړ ده وزيراعظم شهباز شريف به ډېر زر د چين دوره كوي او د وزيراعظم دا دوره به ډېره د اهميت وړ وي، ??وسني حكومت د اقتدار ترلاسه كولو سره د سي پېك په منصوبو د كار رفتار ګړندے كړے كومو ته چې چين ډبر اهميت وركوي