اسلام آباد 31 اکتوبر (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري به (نن) د نهې په ورځ په بيجنګ كښ?? كېدونكې د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) د حكومتي مشرانو غونډه كښ?? د پاكستان نمائندګي كوي٬ كومه چې د كووېډ-19 بنديز??نو له امله په ورچوئل فارمېټ كښ?? كېږي۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د غونډې مشري به د عوامي جمهوريه چين د رياستي کونسل وزير اعظم لي کي کيانګ كويي او په دې كښ?? به د قزاخستان، کرغزستان، روسيه، تاجکستان او د ازبکستان حكومتي مشران ګډون كوي٬ د شنګھائي مرستې تنظيم په مبصر هېوادونو كښ?? بېلاروس، ايران او د منګوليا مشران به هم په غونډه كښ?? ګډون كوي٬ د حکومتي مشرانو كونسل د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) دوېم اعلیٰ ترين فورم دے كوم چې د اېس سي او غړو هېواد??نو ترمېنځه تجارت، ماليات او د سماجي او اقتصادي مرستې په څانګو كښ?? همكارۍ ته پام ګرځوي٬ د شنګھائي مرستې تنظيم بنيادي مقصدونو كښ?? د غړو هېواد??نو ترمېنځه د شريك باور او د ګاٶنډي هېواد??نو ترمېنځه ښه اړيكو ته وده وركول٬ سيمه ايز امن او استحكام مضبوطول شامل دي۔ په غونډه كښ?? به په اهمو سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو غور ??ولے شي او د ګډې اعلاميه به هم جاري كولې شي ٬ د دې نه علاوه به كال 2023 لپاره د شنګھائي مرستې تنظيم د بجټ منظوري هم وركولې شي۔ په غونډه كښ?? به تجارت او معيشت، نقل و حمل او رابطو، سائنس او ټيکنالوجي، موسمياتي بدلون، كلتور، توان او په سېلګرۍ كښ?? مرستې لپاره په بشپړه مرسته هم غور ??ولے شي۔ پاکستان د شنګھائي مرستې تنظيم ته ډېر اهميت وركوي، اېس سي او يو ګڼ اړخيزه اهم سيمه ايز تنظيم دے كوم چې د نړيوال جي ډي پي 24 فيصده نه زياتو سره د نړۍ نزدې د نيمې آبادۍ نمائندګي كوي۔ د پاکستان نه علاوه د شنګھائي مرستې تنظيم په غړو هېوادونو كښ?? چين، روسيه، قزاخستان، کرغزستان، ازبکستان، تاجکستان او هند شامل دے