اسلام آباد۔3نومبر(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي د هېواد په پوهنتونونو او د زد?? كړو په ادارو زور راو??ے چې هغوي د معيشت بېلو څانګو ته د پېښو مقامي مسئلو په ځايي كچه حل كولو له د ماركيټ په اساس تحقيق وكړي چې ورسره به په ځائي صنعت كښې جدت راوستلو او د هېواد د مصنوعات او خذمات معيار ښه كېدو سره سره ځايي او نړيوالو منډيانو ته رسېدو له مرسته ترلاسه شي۔ صدر مملكت د زيارت په ورځ د كامسېټس پوهنتون اسلام آباد 17 م كانووكېش?? ته خطاب كول?? ٬ ??ه كوم كښې چې د فېكلټي غړ?? ٬ ??راغت ترلاسه كوؤنكو زده كوؤنكو ٬ د هغوي مور پلار او نورو اړوندو چارواكو ګډون كولو۔ صدر پوهنتونونو او د زد?? كړو ادارو ته ووئيل چې نوې كورسونه معارفي كړئ او په موجوده نصاب كښې د ماركيټ د غوښتنو له مخې بدلون وكړئ۔ صدر د دې خبرې ستائنه وكړه چې زياتې انجونې ګرېجوېشن كوي۔ حكومت ٬ كورنيو او ټولنو له به په اقتصادي چوكاټ كښې د دې طالبعاتو فعاله ګډون باوري كول وي۔ صدر مملكت زده كوؤنكو ته نصيحت وكړو چې هغوي د علم حاصلولو لپاره د لوي څښتن نه پرله پسې دعا وغواړي۔ ده ووئيل دوي بايد د خپلو خبرو صلاحيت هم غور?? كړي كوم چې د دوي په كېريئر كښی مرسته كولې شي۔ په كانووكېشن كښې د كامسېټس پوهنتون اسلام آباد رېكټر پروفېسر محمد تبسم افضل د پوهنتون رپورټ وړاندې كړو۔ ده ووئيل دا مهال كامسېټس پوهنتون 100 ډګري پروګرامونه وړاندې كوي او د دې پوهنتون شمېر د انجینئرنګ، ټېکنالوجۍ، کمپیوټر سائنس او معاشیات مضمونونو تر ټولو غوره پوهنتونونو كښې كېږي۔ وروستو صدر پ?? بېلو څانګو كښې غوره پوزيشن ترلاسه كوؤنكو زده كوؤنكو ته انعامونه وركړل