اسلام آباد 08 نومبر (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي په ټول قام او نړيوالو ادارو زور راوړے چې د نړيوالې ورورولۍ په مرسته د ماحولياتي بدلون ناوړه اثرات كمولو لپاره ځان چمتو كړئ ٬د پاكستان ګلوبل وارمنګ كښ?? د يو فيصد څخه هم كمه برخه ده خو د ??وس??ياتي بدلون او ګلوبل وارمنګ څخه تر ټولو زياتو ځپليو 10 هېوادونو كښ?? شامل دے ٬پاكستان به تر 2050 د ??وس??ياتي خطرو څخه په زياتو دوو څلورو ځپليو هېوادونو كښ?? شامل شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د انجمن هلال احمر پاكستان تر سيوري لاندې د رېليف او بحالۍ “پاكستان انټرنېشنل اينډ نېشنل ډونرز كنفرنس ته په وېنا كښ?? وكړه۔په كنفرنس كښ?? د نېشنل هېلت سروسز وفاقي وزير عبدالقادر پټيل٬د انجمن هلال احمر پاكستان چيئرمېن سردار شاهد احمد لغاري٬نړيوال او د قا??ي تنظيمونو استازو٬ اېن ډي اېم اے٬سفارتكارو او نورو ګډون كولو۔د ابتدائي طبي مرستې تربيت په اهميت رڼا اچولو سره صدر مملكت په هلال احمر پاكستان او دغه ډول په نورو تنظيمونو زور راوړے چې ځوانانو ته ابتدائي طبي مرستې له د تكنيكې تربيت وركولو يو جامع پروګرام پېل كړي ٬ د دې مقصد انساني يا قدرتي آفاتونو په مهال ځپليو آبادۍ ته په سمدستي توګه رېليف وركول دي۔ده ووئيل د ??وس??ياتي بدلونونو منفي اثرات مقابله كولو لپاره حكومت په نړيواله ٬ سيمه ايزه ??و په ځايې كچه مختلف ګڼ اقدامات كړي چې پكښې په نړۍ كښ?? وخت په وخت رامخې ته كېدونكې پیښې خنډان جوړېږي۔صدر مملكت د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوترس٬شيلا جيكسن لي په مشرۍ كښ?? د امريكې كانګرېس پلاوي٬د بېلو هېوادونو سفيرانو او نړيوالو تنظيمونو استازو هم مننه وكړه چا چې په ذاتي توګه د سېلاب ځپليو سيمو دوره كړې او سېلاب ځپليو سره يې خبرې كړي۔دستورې ته د وېنا كولو په مهال د نېشنل هېلت سروسز٬ريګولېشنز اينډ كوآرډينېشن وفاقي وزير عبدالقادر پټيل ووئيل پاكستان د ??وس??ياتي بدلون بدترين دور څخه تېرېږي۔ده ووئيل پاكستان ته د سېلاب څخه د ځپليو سيمو بحالۍ او بيا رغونې لپاره نزدې د 30 نه تر 40 ارب ډالرو ضرورت دے ۔د انجمن هلال احمر پاكستان چيئرمېن سردار شاهد احمد لغاري ووئيل په سېلاب ځپليو سيمو كښ?? په لاكهونو كسانو ته د طبي مرستې ضرورت دے۔ده ووئيل هلال احمر آفت زده ګرځولې شوو ټولو ضلعو كښ?? به سېلاب ځپليو سيمو كښ?? كار كوي۔